کوپا فوټبال؛ په پای‌لوبه کې برازیل او پېرو لوبېږي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 157 0 نظر سرخط

کوپا فوټبال؛ په پای‌لوبه کې برازیل او پېرو لوبېږي

ټاکل شوې د امریکا کوپا فوټبال سیالیو په پای‌لوبه کې د دوشنبې په ورځ برازیل د پېرو فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د سیالي ډګر ته وځي.

 په نیمه پای‌لوبه کې برازیل ارجنټاین ته او پېرو د چیلي فوټبال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پای‌لوبې ته لار پیدا کړه.

بله‌خوا د ښځینه فوټبال نړېوال جام سیالیو پای‌لوبه نن د یکشنبه په مازدیګر د امریکا او هالنډ ښځنیه فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په فرانسې کې ترسره کېږي.

دا لوبه د فرانسې په لیون المپیک سټډیوم کې کېږي.

فوټ‌بال؛ افغانستان او عمان د سیالي ډګر ته ښکته کېږي

Oct 02, 2019 29

ټاکل شوې افغان فوټ‌بال ملي لوبډله د اکټوبر په لسمه نېټه له عُمان سره د سیالي ډګر ته ښکته شي. دا لوبه به د عمان په کوربه‌توب د مسقط ښار په سلطان قابوس فوټبال لوبغالي کې وشي.

فوټسال؛ درې لوبغاړي د اسیا په غوره نوم‌لړ کې شامل شول

Sep 30, 2019 29

له شل کلونو د ټیټ عمر فوټسال ملي لوبډلې درې لوبغاړي د اسیا لسو غوره لوبغاړیو په نوم‌لړ کې شامل شوي دي.

فوټ‌بال؛ د فیفا پخوانی مرستیال رییس ۱ مېلیون ډالر ناغه شو

Sep 14, 2019 29

د فوټ‌بال نړیوال فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس یوان انجیل ناپوت د رشوت د منلو په خاطر د تل لپاره بندیز ولګول شو او د دې تر څنګ هغه اړ دی چې یو مېلیون ډالر ناغه هم ورکړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې