د غزني په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ کسان ټپیان کړي

د غزني په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ کسان ټپیان کړي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 70 0 نظر سرخط

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، د دغه ولایت مرکز ته څېرمه د جمعې په ماښام په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ کسان ټپیان کړي دي.

نوري زیاتوي، په ټپيانو کې د درېوو کسانو وضعيت خراب و چې د ښې درملنې لپاره مرکز کابل ته لېږدول شوي او پاتې ټپيان په غزني کې تداوي کېږي او ښايي د ټپيانو شمېر تر دې هم زيات وي.

بله‌خوا د غزني د ملکي روغتون رییس ډاکټر بازمحمد همت وايي، له دې پېښې نه تر اوسه د یوه شهید جسد او ۲۰ ټپیان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي.

خو د سیمې خلک وايي، په برید کې ۲۷ کسان ټپیان شوي او دوه نور شهیدان دي.

د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستې.

په غزني کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي

Jul 20, 2019 29

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري د دغه ولایت په ناوې ولسوالي کې د اتو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

ملي امنیت: د کندهار پر امنیې قومنداني برید له پاکستانه رهبري کېده

Jul 20, 2019 29

د ملي امنیت ریاست وايي، د کندهار پر امنیې قومانداني د پنج‌شنبې ورځې وسله‌وال برید د پاکستان کوټې له چمن سیمې رهبري کېده.

په کاپیسا کې یو پاکستانی ځانمرګی نیول شوی

Jul 20, 2019 29

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالي کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې