طالبانو په هرات کې د عامه ساتنې ۶ سرتېري شهیدان کړي

طالبانو په هرات کې د عامه ساتنې ۶ سرتېري شهیدان کړي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 70 0 نظر سرخط

د هرات د غوریان ولسوالي ولسوال فرهاد خادمي وايي، طالبانو د هرات – خواف د اوسپنۍ پټلۍ د عامه محافظت ځواکونو شپږ سرتېري شهیدان کړي دي.

د خادمي په خبره، یاد سرتېري د طالبانو په هغه برید کې وژل شوي چې د دې ولسوالي د ساغر په نوم پر امنیتي پوستې یې برید وکړ.

خو د سیمه‌ییزو چارواکیو په وینا، په دغه برید کې د عامه محافظت ځواکونو لس سرتېري شهیدان شوي او ۱۱ نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

بله‌خوا د هرات چارواکي په کرخ ولسوالي کې هم د طالبانو او ولسي پاڅوانوالو ترمنځ نښته کې د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په‌دې وروستيو کې وسله‌والو طالبانو د هرات پر ختيځو ولسواليو بریدونه ریات کړي دي.

په غزني کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي

Jul 20, 2019 29

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري د دغه ولایت په ناوې ولسوالي کې د اتو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

ملي امنیت: د کندهار پر امنیې قومنداني برید له پاکستانه رهبري کېده

Jul 20, 2019 29

د ملي امنیت ریاست وايي، د کندهار پر امنیې قومانداني د پنج‌شنبې ورځې وسله‌وال برید د پاکستان کوټې له چمن سیمې رهبري کېده.

په کاپیسا کې یو پاکستانی ځانمرګی نیول شوی

Jul 20, 2019 29

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالي کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې