د ننګرهار په مومندرې کې اووه وسله‌وال وژل شوي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 104 0 نظر سرخط

د ننګرهار په مومندرې کې اووه وسله‌وال وژل شوي

د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالي په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړه کې اووه وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت له رسنیو مرکز نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د یادې جګړې پر مهال د سرحدي ځواکونو یو سرتېری شهید او دوه نور ټپیان شوي دي .

سرچینه د یو بل خبر له مخې زیاتوي، په شینوارو او مومندرې ولسوالیو کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د ۲۶مې تر دېرشمې ویالې اړوندې سیمې تصفیه شوې دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز وايي، د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې ۲۲ میله سپکې او درنې وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او د وسله‌والو طالبانو یو سرګروپ یې ژوندی نیولی دی.

په همدې حال کې د ملي اردو ځواکونو د شینوارو په مارکو بازار سیمه کې د ترهګرو له لوري ځای پر ځای شوی ماین کشف او له منځه یووړ.

 

 

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې