سبا یک‌شنبه په دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پیلېږي

سبا یک‌شنبه په دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پیلېږي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 62 0 نظر سرخط

ټاکل شوې سبا یک‌شنبه د بین‌الافغاني مذاکراتو د لومړۍ ورځې خبرې د قطر په دوحه کې پیل شي. دغې غونډې ته له کابله هم یوشمېر کسان ورغلي دي.

د قطر او جرمني په هڅه د دوحې په جوړېدونکې بين‌الافغاني ناسته کې له کابله د تلونکیو کسانو نوم‌لړ په ډاګه شوى چې د طالبانو پخوانیو چارواکیو په ګډون، د سولې عالي شورا غړي، اوسني او پخواني حکومتي چارواکي او د مدني ټولنو استازي برخه لري.

که څه هم وسله‌وال طالبان دا کسان د افغان حکومت په استازولۍ نه‌ پېژني، خو دا به لومړى ځل وي چې د سولې په اړوندو ناستو کې د افغان حکومت استازي له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني.

د بین‌الافغاني غونډې په نوم دا خبرې داسې مهال پیلېږي چې د طالبانو او امريکايي پلاوي تر منځ د اووم پړاو د تېرو شپږو ورځو خبرې تر ډېره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال‌ويش، د ترهگرۍ په موخه د افغان خاورې پر نه کارولو، د بين‌الافغاني خبرو پیل او اوربند ورټولې وې.

صدیقي: په څلورو میاشتو کې به د سولې لومړنۍ هوکړه وشي

Jul 15, 2019 29

افغان حکومت وايي، تمه ده چې تر سپټمبر میاشتې پورې د سولې یوه لومړنۍ هوکړه جوړه شي چې په وینا یې، د طالبانو او حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدل به یې یوه برخه وي.

په څو اوونیو کې د سولې دویمه بین‌الافغاني غونډه جوړېږي

Jul 14, 2019 29

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ټاکل شوې په راتلونکیو څو اوونیو کې په قطر کې دویمه بین‌الافغاني غونډه جوړه شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې