مذهبي زغم
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 201 0 نظر زبیر افغان

مذهبي زغم

زموږ هېواد ته د اسلام په اوایلو کې د جنګیالیو په مټ د اسلام راتګ، په تاریخ کې د قدرت پر سر خپل‌منځي جنګونه چې ځینو يې د نورو خلاف د جهاد سورنا هم غږوله او په دې وروستیو کې د طالب او داعش په نوم د وسله‌والو ډلو را پيدا کېدل او له اسلامه هغه تعبیرول چې د دوی له موخو سره مناسب و او دی، هم په مسلمانانو کې مذهبي زغم کم کړ او هم نامسلمانو دا تورونه لګول پيل کړل چې اسلام کې مذهبي زغم نه‌شته. نامسلمان به حتماً زیات د اسلام متن ته تر کتو د مسلمانانو پر اعمالو پرېکړه کوي، مګر دا هم یو روښانه حقیقت دی چې د خلکو کړنې حتماً د متن استازولي نه‌شې کولای، په متن کې الهي لارښوونې خوندي دي او پېغمبر په خپلو سنتو تشریح وکړه.

 مګر له دې سره د مسلمانانو په تاریخ کې له واکمنو واخله، دين ته تر منسوبو عالمانو، اسلام ته منسوبو ډلو، فکري مکتبونو، د اجتماعي سمون په پار مذهبي بنسټونو او د اسلامي نظام د برقراره کولو لپاره د مسلمانانو وسله‌والو ګروپونو او سیاسي ګوندونو د اسلام له ابتدا تر اوسه داسې کړنې کړې دي چې د اسلام استازولي خو پر لویه لاره پرېښوده، بلکې اړخ ته يې هم نه تېرېږي.

د یوه مسلمان هره کړنه را اخیستل او د اسلام د بدنامي لپاره کار ترې اخیستل، نه انصاف دی او نه سالم عقل دا اجازه ور کولای شي، خو له بده مرغه چې دا لړۍ اوس ښه په زور روانه ده. د مذهبي زغم بنسټ د عربو په جامده او سرټمبه ټولنه کې اصلاً اسلام ايښی دی. د قران کریم ځینو ایاتونو ته مو پام غواړم؛

لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ «البقره؛ ۲۵۶»

ژباړه؛ په دین کې هيڅ زور زیاتی نه‌شته، یقیناً هدایت له بې‌لارې بېل کړل شوی دی؛ نو که چا له طاغوته انکار وکړ او پر الله يې باور وکړ، بې‌شکه په داسې رسۍ يې منګولې ولګولې چې هيڅ نه شکېږي او الله اورېدونکی پوه دی.

د دې ايت په اړه لیږ تفصیلي بحث ته ځکه اړتیا ده چې ځینو کسانو د منسوخ حکم پر کړی دی، د جهادي ایاتونو په راتلو يې د قران کریم تقریباً ۵۰۰ ایاتونه منسوخ بللي دي چې یو دا هم پکې شامل دی، خو د نسخې د اصولو له مخې دا خبره ناسمه ده، ځکه نسخه یوازې په انشايي جملو  کې را تلای شي، نه په خبریه جملو کې. که د قران کریم په اخبار کې نسخ راشې بیا په قران کې د دروغ احتمال هم پيدا کېږي.

  قران یو ځل مثلاً د پېغمبر تاييد کوي، انسانانو ته خبر ور کوي چې هو محمد «ص» د خدای رسول دی، مګر که نسخ په اخبار کې ومنو؛ نو ممکن یو مهال دا خبره نسخه کړي، نو دا خو یو ډول دروغ شول. العیاذ بالله! همدې ټکي ته د اضواءالبیان تفسیر لیکوال شیخ محمد امین شنقیطي د نسخې او تخصص په توپيرونو کې ګوته نیولې ده، دی وايي؛ «الخامس ان النسخ لا یدخل الاخبار و انما هو في الانشاء فقط بخلاف التخصیص فانه یکون في الانشاء و في الخبر.» «۱»

ژباړه؛ پنځم فرق د نسخې او تخصیص دا دی چې په اخبار کې نسخه نه راځي نسخه یوازي په انشا کې راځي، مګر تخصیص د دې خلاف دی په انشا او خبر دواړو کې را تلای شي.

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ «الکهف؛ ۲۹»

او ووایه چې حق ستاسو د رب له لوري دی، که د چا خوښه وي باور دې وکړي او که يې خوښه وي انکار دې وکړي.

اصلاً قران کریم رسول الله او مسلمانان په دې مکلف کړي دي چې څوک مذهبي زغم او ازادي نه‌شې زغملای د هغوی پر ضد جنګ اعلان کړي، څو د مذهب له امله د خلکو له ځورولو لاس واخلي، د قران کریم لاندې هدایت وګورئ؛

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ «البقره؛ ۱۹۳»

ژباړه؛ او له دوی سره تر هغو وجنګېږئ چې فتنه پاته نه‌شي او دین یوازې الله ته شي، که دوی منعه شول؛ نو یوازې پر تېريګرو به تېری کېږي.

بل ځای هم وايي؛

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (39) وَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ. «الانفال؛ ۳۹، ۴۰»

او له دوی سره تر هغو وجنګېږئ چې فتنه پاته نه‌شي او دین ټول د الله لپاره وي، که دوی «له فتنې» منعه شول، بې‌شکه الله يې د اعمالو لیدونکی دی او که يې بیا هم خپله فتنه جارې وساتله؛ نو تاسې پوه شئ چې الله ستاسې مددګار دی، ښه مددګار او غوره کومک کوونکی.

دا دوه ایاتونه که له شا او مخ دواړو سره یو ځای وکتل شي دا موضوع ښه ترې روښانه کېږي چې دلته فتنه پر دین ځورونې ته ویل کېږي، قران کریم امر کړی دی چې تر قتل هم فتنه بد کار دی، ځکه فتنه خپله د جنګ سبب کېږي، که یو څوک بل ته اجازه نه ور کوي چې له نورو بېله عقیده وساتي؛ نو دا خپله د خلکو تر منځ د جنګ سبب کېږي او له دې امله قران کریم ویلي دي چې تر جنګ فتنه بده ده له دې امله خو جنګ را منځ ته شوی دی؛ نو د مکې مشرکان خپله نور کسان مذهبي ازادي ته نه پرېږدي او پر بل تور لګوي چې حرامو میاشتو کې يې جنګ ولې وکړ؟

اسلام له یوه کسه پيل شوی دی او میلیونونه پيروان يې پيدا کړل، د یوه کس به په لکونو عربو څه زور رسېدلی وای چې په خپل دین يې کړي وای؟ طبېعي خبره ده چې هغه یوازې مذهبي ازادي او زغم غوښت او نه يې پر چا زور را وست چې د ده دین ومني او نه يې بل چا ته اجازه ور کوله چې د ده پيروان له اسلامه په زور واړوي، مګر له بده مرغه چې د مسلمانانو د بدو کړنو له امله نن مسلمانانو کې هم مذهبي زغم ختم شوی دی او نامسلمان هم دا فکر کوي چې اسلام کې اصلاً له لویه سره د مذهبي زغم په اړه هدایات نه‌شته او متن يې هم هغه څه فرمايي چې پيروان يې کوي.

 

پارلماني مصوونیت

Oct 16, 2019 29

دين پال شاه واجب الاحترام، غير مسوول کس دی؛ د شاهي نظام په وخت کې همدا ذهنيت خلکو ته ور کول کېده.

د هېواد په ثبات کې د رسنيو رول

Oct 15, 2019 29

ډاکټر عطاالله زیارمل کېدای متوجه شوي به یاست چې زموږ افغاني رسنۍ تل په دې هڅه کې وي چې د ولس مشکلات واوري او د نورو خلکو غږ هم حکومت ته ورسوي، هغه په دې نیت چې ګویا خپله غاړه یې [...]

هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخيستل

Oct 14, 2019 29

ضمیر ساپی څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب ليده چې په ډېرې خوشالې د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې