په یونیم کال کې نږدې ۷ زره ونزوېلایان وژل شوي

په یونیم کال کې نږدې ۷ زره ونزوېلایان وژل شوي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 64 0 نظر سرخط

په یونیم کال کې نږدې ۷ زره ونزوېلایان وژل شوي

ملګري ملتونو په یوه راپور کې ویلي، په تېر یونیم کال کې په ونزوېلا کې د امنیتي عملیاتو پر مهال نږدې اووه زره ونزوېلایان وژل شوي او خبرداری یې ورکړی چې ډېرې وژنې اعدامونو ته ورته دي.

د ملګرو ملتونو په خپاره شوي راپور کې زیاته شوې، خلک په زوره نیول شوي، ویشتل شوي او د جرمونو صحنې په لوی لاس داسې جوړې شوي چې وښيي، دوی له پولیسو سره مقاومت کاوه.

سرچینه زیاتوي، د امنیتي ځواکونو له‌خوا له محاکمو پرته د ترسره شویو وژنو ادعا ډېره ټکان ورکوونکې بلل شوې او په ورته وخت کې مدني ټولنو او اقتصادي حقونو دا سخت تېری بللی او د ونزوېلا له چارواکیو یې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د ونزوېلا د ولسمشر نېکولاس مادورو ادارې تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پخوا یې دا ډول تورونه په کلکه رد کړي او دا یې د امریکا تشې اوازې بللې دي.

ولسمشر نېکولاس مادورو په ۲۰۱۳م کال واک ته رسېدلی او د تېر کال له جنجالي ټاکنو وروسته یې په جنوري کې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، خو ونزوېلا له هغې وروسته له سیاسي بحران سره مخامخ شوه چې د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو په خپله ځان ولسمشر اعلان کړ.

امریکا له ایران سره د خبرو مشروط وړاندیز رد کړ

Jul 16, 2019 29

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپیو د ايران د ولسمشر حسن روحاني هغه وړاندیز رد کړی چې په مشروط ډول یې له امریکا سره د خبرو پیلولو په اړه کړی و.

په پاکستان کې سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي

Jul 16, 2019 29

راپورونه وايي، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کې سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي او ګڼ شمېر نورو ته یې زیان اړولی دی.

ایران د تېلو بېړۍ ازادولو په اړه له بریټانیا مرسته وغوښته

Jul 15, 2019 29

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د تېلو نیول شوې بېړۍ د ازادولو په برخه کې له بریټانیا نه د مرستې غوښتنه وکړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې