د جرمني حکومت فېسبوک جریمه کړ

د جرمني حکومت فېسبوک جریمه کړ
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 84 0 نظر سرخط

د جرمني حکومت فېسبوک جریمه کړ

د ټولنیزو رسنیو مشهوره شبکه فېسبوک چې په دې ورستیو کې د ډېرو ښېګڼو تر څنګ یو لړ کرکجنې خبرې پکې هم کته پورته کېږي، خلک اندېښمن کړي دي.

په همدې خاطر د جرمني حکومت د فېسبوک پر خلاف دوسیه ثبت کړې وه او ۲۰ لکه یورو یې جریمه کړ، ځکه په دې هېواد کې د فېسبوک اداره ناکامه شوې وه چې د کرکې اړوند موادو مخه ونیسي.

د فرانسې خبرې رسنیو د مالوماتو له مخې، جرمني په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د فېسبوک او ټویټر ادارې ته خبرداری ورکړ، څو په شپږ میاشتو کې د کرکې اړوند ټول مواد لرې کړي، خو فېسبوک په دې کار کې پاتی راغی.

که څه هم جرمني د فېسبوک پر وړاندې دا دوسیه مخکې ثبت کړې، خو دا اداره اوس جریمه شوه، ځکه فېسبوک په خپله کړې ژمنه کې پاتی راغی او ويې نه ‌شوای کولای چې په جرمني کې له اووه زرو زیات د کرکې اړوند پوسټونه لرې کړي.

له دې وروسته به د لوږې خطر کم شي

Jul 17, 2019 29

د خوړو نړیوال سازمانونه د هر کال په تېرېدو سره د پروټین د کمېدو په اړه اندېښنې څرګندوي، خو په فنلينډ کې یوې کمپنۍ د هغوی ستونزو ته د پای ټکی ایښودو هڅې پیل کړې دي.

اپلیکېشونونه غلاوې هم کوي

Jul 16, 2019 29

د انټرنيټ په نړې کې شخصي ډېټا ته د هکرانو لاسرسی اوس په سخته سرخوږي بدل شوی، ځکه اوس په نړۍ کې له همدې لارې د جاسوسي ډېر کارونه کېږي.

په موناکو کې 5G انټرنيټ

Jul 15, 2019 29

که مو په یاد وي یو ځل مو د 5G یا پنځم نسل انټرنيټ د ګټو او زیانونو په اړه درسره څو مطالب شریک کړي وو او په دې اړه په نړۍ کې ځینو هېوادونو ځینې اندېښنې هم لرلې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې