تېره اوونۍ په لوګر کې څه باندې۴۰ طالبان وژل شوي

تېره اوونۍ په لوګر کې څه باندې۴۰ طالبان وژل شوي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 67 0 نظر سرخط

چارواکي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهيسې د لوګر ولايت په بېلابېلو برخو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال ۴۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو له برخې نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، یاده مرګ‌ژوبله د دغه ولایت د مرکز اړوند بابوس، شلک او خوښۍ ترڅنګ په څرخ او محمداغې ولسوالیو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې د وسله‌والو طالبانو د جلب و جذب د مسوول قاري رازمحمد ترڅنګ، درې ډل‌مشران هم شامل دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو عملیاتو پر مهال یې له وسله‌والو طالبانو یو شمېر وسلې او وسایط هم نیولي دي.

کورنیو چارو وزات په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ويلي.  

په غزني کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي

Jul 20, 2019 29

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري د دغه ولایت په ناوې ولسوالي کې د اتو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

ملي امنیت: د کندهار پر امنیې قومنداني برید له پاکستانه رهبري کېده

Jul 20, 2019 29

د ملي امنیت ریاست وايي، د کندهار پر امنیې قومانداني د پنج‌شنبې ورځې وسله‌وال برید د پاکستان کوټې له چمن سیمې رهبري کېده.

په کاپیسا کې یو پاکستانی ځانمرګی نیول شوی

Jul 20, 2019 29

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالي کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې