په کندهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 142 0 نظر سرخط

په کندهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۷ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

له یاد وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، امنیتي ځواکونو د جمعې په شپه ناوخته د کندهار ولایت په میوند ولسوالي کې له ‌وسله‌والو طالبانو سره جګړه وکړه چې پر مهال یې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ۱۴ نور ټپیان شول.

کورنیو چارو وزارت وايي، یاده جګړه هغه مهال پیل شوه چې وسله‌والو طالبانو په‌دې ولسوالي کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، خو د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول او سخته مرګ‌ژوبله یې ورته واړوله.

یاد وزارت په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي او نه هم وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

 

 

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې