نړیوال میموري کارډ
۱۱ سرطان ۱۳۹۸ 151 0 نظر سرخط

نړیوال میموري کارډ

نړیوال میموري کارډ

تاسې به د لویو میموري کارډونو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته داسې میموري کارډ درپېژنو چې د یوه کوچني کور په اندازه دی او په یو وخت کې په کې سلګونه زره جې‌بي مالومات پکې ذخېره کېدای شي.

د ساینسي راپور په نوم یوې څېړنیزې مجلې په دې اړه لیکلي، ساینس پوهان غواړي د یونیورشل یا نړیوال په نوم میموري کارډ کې د ساینس اړوند ټول مالومات ذخیره کړي.

په برېټانیا کې د لنکاسټر پوهنتون د مالوماتو له مخې، مخکې ډېره ستونزمنه وه چې د ساینس په اړه ټول مالومات په یو ځای ذخېره شي، خو دوی د ريم او فلش سيسټم یو ځای کړی چې په مرسته یې په یو ځای کې ۱۰۰ ګنا ډېټا ذخيره کېدای شي.

ساینس پوهان وايي، دا میموري کارډ د نوې او وروستۍ ټکنالوژي په مرسته جوړ شوی چې د هر ډول کمپیوټر له لارې یې کارونکي استعمالولای شي او هيڅ ډول بوټینګ ته اړتیا نه‌ لري.

د مایکروسافټ غبرګېدونکی موبایل

Oct 09, 2019 29

څو اوونۍ وړاندې مو درته د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ سامسونګ د قاتېدونکي ځیرک موبایل په اړه مالومات در کړل، خو نن درته د مایکروسافټ د غبرګېدونکي ځیرک موبایل په اړه خبرې لرو.

مينه‌ناک روبوټ

Oct 08, 2019 29

مخکې مو د روبوټانو بېلابېلو دندو او ځیرکو کارونو په اړه درته ډېر مالومات درکړل، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې مینه در زده ‌کوي.

مجرمان دې خبر وي

Oct 07, 2019 29

د مصنوعي ځیرکتیا له ودې سره سم د ژوند په بېلابېلو برخو کې مختلفې اسانتیاوې رامنځ ‌ته کېږي چې ځینې یې ډېرې زیاتې ګټورې تمامېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې