د طالبانو بل غوبل؛  په جوزجان کې یې د قاچاق لپاره دوه بازارونه جوړ کړي
۹ سرطان ۱۳۹۸ 188 0 نظر سرخط

د طالبانو بل غوبل؛ په جوزجان کې یې د قاچاق لپاره دوه بازارونه جوړ کړي

په جوزجان کې ځینو ځايي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط سرخط ته ویلي چې طالبان په دغه ولایت کې په ښکاره د نشه‌يي توکیو قاچاق کوي او د وسلو پېر او پلور یې پیل کړی دی.

د سرچینې په وینا، طالبانو د دغه ولایت په قوش‌تپې ولسوالي کې له وېرې پرته په عام محضر کې د نشه‌يي توکیو کاروبار کوي او د خپلې ډلې د تمویل او تجهیز لپاره د وسلو پېر او پلور هم کوي.

سرچینه زیاتوي، وسله‌والو طالبانو په دغه ولسوالي کې د نشه‌يي توکیو د قاچاق او د وسلو د راکړې ورکړې لپاره دوه ځانګړي بازارونه هم جوړ کړي چې ښکاره پکې فعالیت کېږي.

 سرچینه وايي، طالبانو دا کار په سیمه کې د نشه‌يي توکیو له قاچاقیانو او دغه راز د سیمې له یو شمېر اوسېدونکیو سره په ګډه او همغږي کړې چې ټولې خواوې پکې خپلې اقتصادي او نظامي ګټې لټوي او د یو بل په ملاتړ او ډاډ پکې په ښکاره  د نشه‌يي توکیو د قاچاق تر څنګ، د وسلو کاروبار هم کوي.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې طالبانو د دغه ولایت په ځینو سیمو کې دوه ځانګړي بازارونه جوړ کړي او ښکاره پکې د نشه‌يي توکیو او وسلو کاروبار کوي.

د جوزجان یو اوسېدونکی ذبیح‌ الله وايي، طالبان د دغه ولایت پر قوش‌تپې ولسوالي واکمن دي او د نشه‌يي توکیو او وسلو د کاروبار تر څنګ یې چې هر څه وغواړي، له وېرې پرته یې کوي.

هغه زیاتوي، د قوش‌تپې ولسوالي د اوسېدونکیو په ګډون د دغه ولایت ټول اوسېدونکي په جوزجان کې د طالبانو پراخ فعالیت، د نشه‌يي توکیو او وسلو کاروبار او پر خلکو د خپل قانون چلولو اندېښمن کړي او غواړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د جوزجان یو بل اوسېدونکی محبوب بیا وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې پر ځینو خلکو فشار راوړی، څو یې لپاره جګړه‌یز توکي او وسایل برابر کړي.

د هغه په وینا، طالبانو د جوزجان په بېلابېلو برخو کې پر خلکو خپل قانون چلوي، د خپلو غوښتنو په اړه پر خلکو فشار راوړي او که یې ورسره و نه مني، نه یوازې وهي یې، بلکې په مرګ یې هم ګواښي.

د جوزجان اوسېدونکي له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دغه ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات وکړي او خلک د هغوی له شره خلاص کړي.

دوی وايي، که دولت د دغه ولایت په یو شمېر ولسواليو کې د نشه‌يي توکیو د قاچاق او وسلو د کاروبار مخه و نه نیسي، نه یوازې د جوزجان، بلکې د نورو ولایتونو لپاره به هم ستر ګواښ پېښ کړي.

په همدې حال کې د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق هم په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د نشه‌يي توکیو او وسلو کاروبار مني او وايي، دا ډله له همدې لارې خپل جنګي وسایل او هم د ځان او کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د مالوماتو له مخې، په جوزجان کې د طالبانو له لوري د نشه‌يي توکیو او وسلو په بازارونو کې یو کلاشینکوف له ۵۰ نه تر ۱۰۰ زره افغانیو، یوه توپانچه له ۲۵ زرو نه تر ۵۵ زرو افغانیو، یوه پېکا له ۱۵۰ زرو نه تر ۴۰۰ زرو افغانیو او مډرنې لایزري وسلې بیا ان تر ۶۰۰ زره افغانیو پورې پلور کېږي. دغه راز یو کیلو نشه‌يي توکي له ۲ زره او ۵۰۰ افغانیو نه تر ۳ زرو پورې پلورل کېږي.

قوش‌تپه د جوزجان یو ناامنه ولسوالي ده چې د طالبانو تر څنګ پکې داعش ډله هم فعالیت کوي او وخت‌ نا وخت ترې د بېلابېلو پېښو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

 

وکیلان ملامت دي؛ ولس اوس په هره لانجه کې د سرتېريو تر شا ولاړ وي

Oct 13, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ناقانونه وسلو او وسایطو د ټولولو کمپاین پیل کړی، څو له نامسووله وسله‌والو نه ناقانونه وسلې او موټر را ټول کړي.

د کمېسیون ټنبلي؛ د ټاکنو پايلې که پر خپل وخت اعلان نه کړي لانجمني به شي

Oct 09, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کميشنر مولانامحمد عبدالله وايي، د دغه کمېسیون د مالوماتو مرکز ته د بایومټریک دستګاوو د مالوماتو د ورو بهیر له کبله ښايي د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې [...]

د امارت بله نادوده؛ طالبانو په تخار کې لسګونه کورونه لوټلي

Oct 07, 2019 29

یو شمېر تخاریان وايي، طالبانو د دغه ولایت په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې دغې ډلې نیولې وې، له جګړې وروسته یې د عامو خلکو کورونه لوټلي او په خپله مخه تللي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې