پولیسو په جنايتکارانو لو ګډ کړی؛ که ځينې چارواکي يې ملاتړ و نه کړي، کابليان به په امن شي

پولیسو په جنايتکارانو لو ګډ کړی؛  که ځينې چارواکي يې ملاتړ و نه کړي، کابليان به په امن شي
۷ سرطان ۱۳۹۸ 294 0 نظر سرخط

نامسووله وسله‌وال، غله، قاچاقیان، زورواکي او نور جنایتکاران د ترهګرو تر څنګ، هغه کسان دي چې د افغانانو، په تېره بیا د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی او د دوی له کبله هره ورځ لسګونه جنايي پېښې کېږي چې په ښار کې یې وحشت خپور کړی دی.

د مالوماتو له مخې په کابل کې شاوخوا ۱۵۰۰ جنایتکاران شته چې شاوخوا ۲۸ زره وسلې لري او د ۲۰ بانفوذه کسانو له لورې یې ملاتړ کېږي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت څو میاشتې وړاندې د دغو جنایتکارانو د نوملړونو په خپرولو او د ځینو هغو پر نیولو لاس پورې کړ او د خلکو له‌ لورې یې بشپړ ملاتړ وشو، خو وروسته د یو څه مودې لپاره دا لړۍ ورو او بېخي ودرېده چې له کبله یې په کابل کې یو ځل بیا جنايي جرمونه زیات او پر خلکو یې ارام ژوند ناارامه کړ.

دغه وزارت له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې یو ځل بیا په کابل او ځینو  ولایتونو کې د جنایتکارانو پر نیولو او وژلو پسې لستوڼي را بډ وهلي دي. د مالوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې لسګونه سرسخت جنایتکاران، قاچاقیان او د هغوی ډل‌مشران نیولي یا وژلي دي. امنیتي ځواکونو له دې ډلې یوازې په تېرو درې څلور ورځو کې یوازې په کابل کې ۳۰ جنایتکاران، قاتلان او قاچاقیان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د نبي کوهبندي، عبدالحمید خراساني، عابد بیني او عالم مارتول په ګډون چې په کابل کې یې نامسووله وسله‌وال جنایتکاران لرل، خلک یې تښتول او وژل، وسله‌والې غلاوې یې کولې، له سوداګرو او نورو مالدارو یې باج اخیست، نشه‌يي توکي یې قاچاقول او نور جنایتونه یې کول، له لسګونو نورو جنایتکارانو سره نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي خلکو ته ډاډ ورکوي چې په کابل او ولایتونو کې د نامسووله وسله‌والو او جنایتکارانو پر وړاندې مبارزه کې پیاوړې اراده او کلک هوډ لري او غواړي د هغوی په نیولو یا وژلو سره افغانان د هغوی له شره خلاص کړي.

د ده په وینا، هېوادوال، په تېره کابل ښاریان دې ډاډه اوسي چې امنیتي ځواکونه به پر هېڅ زورواکي، غله، قاتل، غاصب او جنایتکار رحم و نه کړي چې خلک وژني، وسله‌والې غلاوې کوي، انسانان تښتوي او لسګونه نور جنایتونه کوي.

خو عام خلک که څه هم د جنایتکارانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو وروستي اقدامات ستايي، خو نیوکه کوي چې نیول شوي کسان له نورو لوړپوړیو دولتي چارواکیو او مافیايي او جرمي کړیو سره لاس لري چې اړوندې ادارې یې د هغوی پر فشار له څه مودې وروسته بېرته خوشې کوي او ښاریان یو ځل بیا د جنایتکارانو منګولو ته لوېږي.

د دوی په وینا، امنیتي ځواکونه او دغه راز عدلي او قضايي ادارې باید د جنایتکارانو پر وړاندې له هيڅ ډول مصلحته کار وا نه ‌خلي او په هر ډول چې وي، ویې نیسي او د خپلو ټولو جرمونو سزا ورکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی حمید پتنګ سرخط ته وویل، که امنیتي ځواکونه ټول جنایتکاران ونیسي، خو چې قانون پرې پلی او د ټولو جرمونو سزا ور نه ‌کړل شي، بې‌ګټې ده. هغه زیاتوي، په وروستیو ورځو کې چې افغان ځواکونو د ترهګرو تر څنګ، پر جنایتکارانو هم رڼا ورځ توره شپه کړې، د ښاریانو ژوند هم ورسره ارام شوی او څه‌ نا څه په ښار کې ډاډمنه فضا را منځ ته شوې ده. د ده په وینا، امنیتي ځواکونه باید د جنایتکارانو پر وړاندې خپلې پیل کړې مبارزې او اقداماتو ته دوام ورکړي او خلک د دغو کسانو له شره بې‌غمه کړي.

په همدې حال کې مدني فعال عزیز نصرت وايي، امنیتي ځواکونه او عدلي او قضايي ادارې باید د جنایتکارانو د نیولو، وژلو او محاکمه کولو تر څنګ، د هغوی شبکې پیدا او هغه کسان هم ونیسي یا لږ تر لږه خلکو ته افشا کړي چې د دوی ملاتړ کوي او عامه نظم یې ګډوډ کړی دی.

د نصرت په وینا، که د وسله‌والو ډلو، غلو، غاصبانو، قاچاقیانو او نورو جنایتکارانو شبکې او ملاتړي پیدا او د قانون منګولو ته و نه سپارل شي، د هغوی پر وړاندې روانه مبارزه بې‌ګټې ده، ځکه په وینا یې، دغه کسان په حکومت کې زیات نفوذ لري او هغه جنایتکاران به چې دوی نیولي، له څه مودې وروسته بېرته را خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي ادارو په لوړه او ټیټه کچه رهبري تل ټینګار کړی چې د ترهګرو تر څنګ، پر وسله‌والو غلو، جنایتکارانو او قاچاقیانو به چې افغانان یې اور ته نیولي، هيڅکله رحم و نه کړي او هغوی به د قانون منګولو ته سپاري. اوس به ولیدل شي چې د هغوی پر وړاندې د امنیتي ځواکونو وروستي اقدامات تر کله دوام کوي او ایا هېواد، په تېره کابل به د دغو کسانو له شره خلاص کړای شي او که‌ نه.؟

 

سوله څه شوه؟ د جګړې داړې هره ورځ په ملکي وینه سرې کېږي

Jul 14, 2019 29

که څه هم له تېرو شاوخوا نهه میاشتو راهیسې په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د سولې راتلو لپاره د افغان سولې لپاره عملي هلې ځلې پیل شوي او په ‌دې برخه کې ځینې پرمختګونه [...]

ولس په ځان پسې مه را پورته کوئ؛

Jul 14, 2019 29

په تېرو ۱۳ ورځو کې ۵۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

سوله به راشي؟ حکومت په دوو میاشتو کې له طالبانو سره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړی

Jul 07, 2019 29

که څه هم په د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازیو تر منځ د مخامخ خبرو اترو له پیل سره سم، په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو د سولې راتلو لپاره د افغانانو هیلې ډېرې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې