د کرنې ریاست: سږ کال به د ننګرهار هندواڼو حاصل ډېر شي
۲۵ جوزا ۱۳۹۸ 167 0 نظر سرخط

د کرنې ریاست: سږ کال به د ننګرهار هندواڼو حاصل ډېر شي

د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، سږکال د دې ولايت د ۱۱ ولسواليو پر ۲۶زره هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي چې له سل زره مټريک ټنه د ډېرو حاصلاتو راټولولو اټکل شوی دی.

کروندګر بيا وايي، سږکال هندواڼو د تېر کال په پرتله ښه حاصلات کړي، خو د حاصلاتو لپاره د ښه بازار موندنې په برخه کې د اسنتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر د زرعالم په نوم د يوه کروندګر په حواله زیاته کړې، حاصلات يې ډېر ښه دي، خو د حاصلاتو بازار يې ډېر کمزوری دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسن زی زیاتوي، تېرکال په ۲۴زره هکتاره ځمکو هندواڼې کرل شوې وې چې د ۹۹زره مټريک ټنه په شاوخوا کې حاصل يې کړی و او سږکال اټکل دی چې له سلو زرو مټريک ټنه ډېر حاصل به وکړي.

دی د کروندګرو دا شکايتونه چې حاصلات يې بازار نه‌لري پر ځای ګڼي او وايي، د کرنې وزارت د اقتصاد له وزارت سره په ګډه د افغان کروندګرو د ټولو حاصلاتو لپاره د بازار موندنې په يوې منظمې برنامې کار کوي.

سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې

Aug 06, 2019 29

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، چې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.

په کندز کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه لوړ شوي

Aug 05, 2019 29

د کندز د سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت وايي، سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده لوړ شوي دي.

په کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي

Jul 22, 2019 29

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات پنځلس سلنه زیات شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې