ایران: اټومي تړون د خوندیتوب ارزښت لري

ایران: اټومي تړون د خوندیتوب ارزښت لري
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 77 0 نظر سرخط

ایران: اټومي تړون د خوندیتوب ارزښت لري

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، له روانو لانجو سره-سره د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د خوندیتوب ارزښت لري.

حسن روحاني د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره په تهران کې د خبرو پر مهال زیاته کړې، ایران لا هم د یاد تړون د خوندیتوب په باور دی او جرمني او اروپایې ټولنه کولای شي چې په دغه بهیر کې مهم او مثبت رول ولوبوي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له ماس سره تر لیدنې وروسته خبرداری ورکړ، هغه هېوادونه چې د ایران پر وړاندې په اقتصادي جګړه کې د امریکا د بندیزونو ملاتړ کوي، د خوندي پاتې کېدو تمه نه‌شي کولای.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې او د اروپایې ټولني نور هېوادونه غواړي چې د ایران د اټومي تړون د خوندیتوب لپاره یوه لار پیدا کړي، خو په وینا یې چې په دې برخه کې محدودیتونه شته.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپا هم فشار اچولی چې له ایران سره اړیکې محدودې کړي؛ ځکه په وینا یې ایران د یورانیمو په غني کولو سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.

که څه هم امريکا تېر میلادي کال له اټومي تړونه په يو اړخېز ډول وتلې، خو د تړون اروپايي لاس‌ليک کوونکي فرانسه، بريټانيا او جرمني د دغه تړون د برحاله پاتې کېدو لپاره هڅې کوي.

د ايتوپيا لومړی وزیر: د کودتا هڅه مو شنډه کړه

Jun 24, 2019 29

د ايتیوپيا لومړی وزیر ابي‌احمد وايي، حکومت یې له پلازمېنې اديسه بابا دباندې د کودتا هڅه شنډه کړې چې په وینا یې په پوځ کې دننه يوه پوځي جنرال او یوشمېر نورو په امهارا کې د کوتا [...]

ټرمپ پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه لګوي

Jun 24, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر ایران به نور سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي، څو دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه‌کړي.

پوتین ګرجستان ته د روسانو پر تګ بندیز ولګاوه

Jun 23, 2019 29

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هوايي چلند شرکتونو ته امر کړی دی چې ګرجستان ته د روسي وګړیو لېږدول بند کړي او دا اقدام یې د روسیې د ملي امنیت د ساتنې لپاره ضروري ګڼلی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې