فرهنګي اقتصاد

فرهنګي اقتصاد
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 73 0 نظر سرخط

فرهنګي اقتصاد

نجیب منلی

درېیمه برخه

کتاب ته د لاسرسي او د کتاب لوستلو د فرهنګ د ودې لپاره لومړی اړين قدم کتابونو ته د وګړو د لاسرسي د امکاناتو ایجادول دي. دلته د بازار د فعالولو په خاطر په کار ده چې حکومت ډېر ژر، په کمه موده کې یو لړ پراخه او چټک اقدامات وکړي .په یو کال کې د ټولو ولسوالیو په مرکزونو کې د عامه کتابتونونو ایجادول. د دې کتابتونو د ځای پر ځای کولو لپاره په لومړي سر کې د ولسوالیو له شته تعمیرونو استفاده کېږي. هر نوی کتابتون باید کم له کمه دوه زره ټوکه کتابونه ولري چې په سلو کې شپېته به یې د افغانستان تولیدات وي. هر کتابتون یو مسلکي کتاب‌دار، یو مامور او یو ملازم ته اړتیا لري. د یادونې وړ ده چې اوس په هېواد کې یوازې د لغمان پوهنتون مسلکي کتابداران روزي.

په بل مفهوم، په لومړي کال کې د عامه کتابتونونو په چوکاټ کې شاوخوا دوولس سوه تنه په کار ګومارل کېږي او د افغانستان د کتاب‌پلورنې بازار ته د اته سوه زرو نوو کتابونو تقاضا وړاندې کېږي. د تقاضا دومره چټکه پراختیا په خپله د کتاب‌پلورنې بازار ګرموي او غالباً چې په دې سکټور کې به هم د څو سوو تنو د استخدام زمینه برابره شي. په یو کال کې په ټولو هغو لېسو کې چې کتابتون نه لري، یا یې د کتابتون د کتابونو شمېر کم وي، د کتابتونوونو جوړول.

 عموماً د پوهنې وزارت په تشکیلاتو کې کتاب‌دار په نظر کې نیول شوی دی او د لېسو په تعمیرونو کې د کتابتون لپاره ځای هم شته. د هېواد د شاوخوا څلور زره لېسو د کتابتون لپاره د کتابونو را نیول به په لومړي کال کې د کتاب بازار ته د نږدې دوه ميلیونو ټوکو په ارزښت کاروبار زمینه مساعده کړي چې دا رقم د څو زره کاري فرصتونو معادل دی.

.همدا راز د هېواد وسله‌وال پوځ هم باید کتاب ته د لاسرسي له خدماتو مستفید شي. په ټولو قرارګاوو کې د یو مجهز کتابتون جوړول او په جبهو کې بوختو سرتېريو ته د لوست د موادو رسولو لپاره د سیارو کتابتونو جوړول یو اړین ګام دی.

د عامه کتابتونو د شبکې پراخول او تقویه

په ور پسې کلونو کې به هر کال د استوګنو شمېر ته په کتو، په تدریج په لویو، منځنیو او کوچنیو ښارونو کې کتابتونونه جوړېږي او تجهیزېږي. په ور پسې کلونو کې به دا هڅه د لس زرو تنو لپاره یو کتابتون پورې رسول کېږي. همدا راز د ښوونځیو په کتابتونو نو کې د کمیت او کیفیت لوړېدل به د حکومت دوامداره هڅه وي. لرې پرتو سیمو ته د کتاب د لاسرسي د خدماتو د پراختیا لپاره په کار ده چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ ګرځنده کتابتونونه هم جوړ شي.

د عامه کتابتونو د ملي برنامې په چوکاټ کې به د پنځو کلونو په ترڅ کې د هېواد د هرو شل زرو اوسېدونکو لپاره د یو کتابتون شتون تامینېږي. د کتابتونونو شبکه مستقيماً لس زره تنو ته د کار زمینه مساعده کړي. د کتاب بازار ته د دې کچې منظمې تقاضا راتلل به غیر مستقیم د شاوخوا لس زرو نورو کسانو لپاره د کار فرصتونه ایجاد کړي «کتاب‌پلورونکي، مطبعې، د کتاب تجارت...»

د کتاب د بازار وده

د دولتي او نادولتي ابتکاراتو په مټ د کتاب د ترویج د خدماتو پراخول «نندارتونونه، جوایز، مسابقات،...» او د نادولتي مدني ټولنو له لارې د کتاب عامول. دا فعالیتونه هم په تقریبي ډول تر پنځه زرو کاري فرصتونه ایجادولای شي

د کتاب د بازار قانوني کول

د رسنیو د قانون د دقیق پلي کولو، د کاپي رایټ د قانون د اغېزمن تطبیق او د کتاب دنړيوالې پرله‌پسې شمېرې د تعمیم لپاره د لازمو لایحو، مقرراتو او تقنیني اسنادو نافذول، د تطبیق د ادارو تشکیلول، له بهرنیو دولتونو او خصوصي خپرندویانو سره، د افغانستان علیا منافعو ته په کتو، د کاپي رایټ، ریپرنټ او پټنټ د پروټوکولونو لاسلیکول، د کتاب له صنعت سره د تړلو فعالیتونو د مالیاتي نظام عیارول، د کتاب د کورني او نړيوال تجارت لپاره د خاصو مقرراتو نافذول، د کتاب په صنعت کې د سالم رقابت ایجادول او د کتاب د تولید لپاره د لازمو تشویقي برنامو پلي کول به د حکومت په لومړیتوبونو کې وي.

د کتاب لوستلو د فرهنګ د ودې او د کتاب د صنعت د پراختیا لپاره یو اغېزمن سیاست، د فرهنګي او فکري سلامتیا په برخه کې د ګټورو پالیسیو تر څنګ په افغانستان کې د شاوخوا سل زرو تنو لپاره د کاروبار زمینه برابرولای شي. د دې کاري فرصتونو د ایجاد ټولنیز لګښت «د دولت پانګونه او د خصوصي تشبثونو هڅې» تر بل هر سکټور ټيټ دی.

د هنري تولیداتو د ملاتړ سیاست

هنري تولیدات هم د سالمې تفریح، هم د ولسي خبر رسونې، هم د فکري پراختیا او هم د راتلونکو پرمختګونو لپاره د مناسبې فکري فضا په را منځ ته کولو کې خورا بنیادي نقش لوبوي. له بل لوري د اوسني ژوند یو خورا مهم مصرفي توکی هنري تولیدات دي چې د فرهنګي اقتصاد د ودې محرکه قوه ده.

د دې لپاره چې  فرهنګي تولیدات و او فرهنګي فعالیتونه په یو مهم اقتصادي سکټور بدل شي، بیا هم لازمه ده چې حکومت په دې برخه کې دقیق، پرمختلونکی، فعال او قاطع سیاست ولري.

د بازار تنظیم

د موسیقي، انځوریزو هنرونو، تیاتر، سېنما، ټلوېزیوني او راډیویي خپرونو او نورو هنري تولیداتو د را کړې ورکړې بازار لا په افغانستان کې شاړ پروت دی. یو څو تنه د دې بازار له بې‌رویې تعاملاتو ګټه اخلي، هم د ټولنې فکري بنسټونه خرابوي او هم په ټولنه کې د تخلیق او نويو ایجاداتو مخه ډب کوي. دا بازار تنظیمول غواړي.

د کاپي رايټ او ذهني ملکیتونو اړوند اصول او قوانین باید بشپړ او په خورا جدیت پلي شي. د بازار څار، د ذهني ملکیتونو د ساتنې په موخه د مسلکي قاضیانو او څارنوالانو شتون او حتا د لویې څارنوالي په چوکاټ کې د ذهني ملکیتونو د یوې اختصاصي څانګې جوړول باید یو له لړمړنیو ګامونو وي.

د رسنیو شمېر او وسعت باید د افغانستان فرهنګي بازار ته په کتو له سره تعریف شي. په افغانستان کې د ټلوېزیونونو، راډیوګانو او چاپي رسنیو شمېر په مصنوعي ډول تر حد ډېر لوړ دی. د افغانستان اقتصادي بازار د دومره رسنیو شتون نه‌شې تمویلولای. اوس هم چې کومې رسنۍ، منظمې یا نیم منظم، فعالیت کوي ډېرې یې یا د مستقیماً د بهرنیو دولتي «غالباً استخباراتي» شبکو له خوا تمویلېږي او یا له سیاسي ګوندونو سره تړلې دي چې هغه هم په دوهم قدم کې له بهرنیو منافعو اغېزمن دي. په افغانستان کې فعالې رسنۍ باید د تمویل رڼې سرچینې ولري؛ نو ځکه خو په کار ده چې بازار يې علمي او منطقي تنظیم شي.

د ډیجيټل خپرونو له برکته اوس د رسنیو د تنوع او همغږي متضاده چاره ښه  تنظمیېدلای شي.

رسنۍ باید د هنري تولیداتو د ودې په برخه کې لازم نقش ولوبوي. عمومي ټلوېزیونونه چې د پوښښ ساحه یې افغانستان شموله ده باید په تدریج سره دا وړتیا پیدا کړي چې خپل د هنري اثارو د خپرولو نیمایي اړتيا په کورنیو تولیداتو پوره کړي. په دې کې به یوه برخه د هرې رسنۍ خپل تولید وي او یوه برخه به یې د هېواد د هنري تولیداتو په مستقل بازار کې چمتو کېږي.

کم له کمه هر عمومي ټلوېزیون په کال کې دوه زره ساعته فېکشن خپروي. په دې حجم کې باید هره رسنۍ په خپلو داخلي امکاناتو تر پنځه سوه ساعتونو پورې تولید ولري او تر څنګ یې د بهرنیو تولیداتو پر خپرولو د وضع شوي حق النشر له لارې په کال کې د سلو ساعتونو انډول تولیدات تمویل کړي.

د اعلاناتو بازار هم دوه برخې لري. یوه یې د خپرولو برخه ده او یوه یې د اعلاناتو د جوړولو هنري او تخنیکي چاره ده. په افغانستان کې خپرېدونکي اعلانات باید ۹۰ په سلو کې په کور دننه، د پېژندل شويو سټوډیوګانو له لارې تولید شي. د اعلاناتو تولید باید د کاروبارونو یو منل شوی او تعریف شوی فعالیت وي.

له بهره په واردېدونکو فرهنګي تولیداتو او د فرهنګ په برخه کې د کارېدونکو صنعتي توکو پر وارداتو باید د انتفاعي مالیې تر څنګ، یوه فرهنګي مالیه هم وضع شي چې په هېواد کې د فرهنګي تولیداتو د ودې لپاره وکارول شي.

د افغانستان د هنري تولیداتو لپاره باید په نړيوال بازار کې مناسب ځای وموندل شي. د بازار موندنې دا فعالیتونه «په مسابقاتو کې ګډون، په کور دننه او بهرنیو هېوادونو کې د افغاني تولیداتو فیسټوالونه، په نړيوالو فیسټوالونو کې ونډه اخیستل، نړيوالو ته د افغاني فرهنګ ور پېژندل،...» هغه چارې دي چې حکومت یې باید د خصوصي سکټور په مرسته پر مخ یوسي.

په هېواد کې دننه فرهنګي تولیداتو ته د لارسرسي اسانول هم د حکومت وظیفه ده چې د خصوصي سکټور په مټ یې سر ته رسولای شي. په لومړي سر کې په هر ولایتي مرکز کې د سلو زرو اوسېدونکيو لپاره د یوې سېنما او یو تیاتر شتون یوه عامه اړتیا ده چې د مختلطې دولتي- خصوصي پانګونې «PPP»له لارې پوره کېدای شي.

نور بیا...

برټش کتابتون کې د ډيورنډ موافقه‌ليک

Jun 24, 2019 29

لا د برېټانوي هند د بهرنيو چارو سکرټر «مارټمر ډيورنډ» افغانستان ته نه وه راغلی چې برېټانوي ښکېلاک له ۱۸۸۰  تر ۱۸۹۰ کال پورې د شمالي، منځنۍ او سوېلي پښتون‌خوا سيمې تر ګومله [...]

د کړکېچ روزنه

Jun 24, 2019 29

زه شخصاً هر کله د لویو، منځنیو او وړو شننو په بېلاوي او ورسره اړیک‌نیولو کې ستونزې ګورم. دا اندېښنه مې کله له ملګرو سره هم شریکه کړې ده چې تاسې ځینې مهال د هغې کچې بحث وړاندې [...]

د تدريس تر څنګ باید نور څه وکړو؟

Jun 22, 2019 29

پوهنتون د علم، زده‌کړې، تربيې، اخلاقو، فرهنګ او ادب ځای دی. دلته د اخلاقو کچه لوړېږي او د علم ذخيره پراخېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې