د بهارت فلم ۲۰۰ کروړه ګټې ته نږدې شوی

د بهارت فلم ۲۰۰ کروړه ګټې ته نږدې شوی
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 283 0 نظر سرخط

د بهارت فلم ۲۰۰ کروړه ګټې ته نږدې شوی

د هندي سېنما وتلي ستوري سلمان ‌خان او مشهورې اداکارې کترینه کیف تازه راوتلی فلم «بهارت» پر سېنماګانو ورځ تر بلې ډېر مینه‌وال پیدا کوي.

د علي عباس ظفر په لارښوونه دې فلم مخکې له مخکې په یوه اوونۍ کې دننه له ۱۵۰ کروړه ډېرې هندي کلدارې وګټلې او داسې ښکاري چې په لږ وخت کې یې دا ګټه ۲۰۰ کروړو ته لوړه شي.

له «ټایګر زنده هی» او «بجرنګي بهايي جان» وروسته به دا د بالیووډ سېنما د سلطان‌ سلمان‌ خان ‌‌‌‌‌‌‌درېیم فلم وي چې په دومره کمه موده کې ۲۰۰ کروړه پیسې ګټي.

د بهارت په نوم فلم د تېر اختر په ورځو کې پر سېنماګامو نندارې ته وړاندې شو، خو لا هم د هندوستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ميلیونونه مینه‌وال لري.

په دې فلم کې د سلمان‌ خان او کترینه کیف د مرکزي رول تر څنګ دیشا پټاني، سونيل ګروور، نورا فاتحي او جاکي شروف هم د ملاتړو لوبغاړیو رول لوبولی دی.

پر انسټګرام د بالیووډ مشهورې څېرې

Sep 14, 2019 29

تاسې به له سرخطه مخکې په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ مشهورو انسټګرامرانو په اړه اورېدلي وي چې په یوه پوسټ څومره زیاتې پیسې اخلي، خو دا ځل درته د هغوی د ډېرو مینه‌والو په اړه [...]

حسد نږدې ملګري هم سره بېلوي

Sep 14, 2019 29

د حاسدانو د بېلابلېو حسادتونو او بدو نېتونو په اړه به مو ډېرې کېسې اورېدلې وي، خو نن درته د یوه داسې حسود رښتینې کیسه کوو چې ان خپل ملګری یې هم و نه پېژنده.

«انشاءالله» وځنډېد

Sep 11, 2019 29

د هندي سېنما وتلي ستوري سلمان‌خان تر یوه اعلان ورسته نه یوازې خپل مینه‌وال، بلکې د فلم ښایسته ممثله عالیه بهټ هم حیرانه کړه، ځکه هغه ویلي، خپل راتلونکی فلم «انشاء الله» اوس [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې