معشوقې داسې وګټئ

معشوقې داسې وګټئ
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 1716 0 نظر سرخط

معشوقې داسې وګټئ

په نړۍ کې ډېر وخت د نه‌ خوړو اعتصاب نه بریالی کېږي، خو په مغربي بنګله‌دېش کې د یوه ځوان د نه ‌خوړو اعتصاب رنګ راوړ.

د دې ځوان نوم اننتا برمن دی او له خپلې ملګرې لیپیکا سره یې له اته کالو وروسته اړیکې دومره خرابې شوې چې د موبایل ځواب یې نه ورکاوه، په وټس‌اپ او نورو ټولنیزو رسنیو کې یې بلاک کړی و.

د لیپیکا کورنۍ نه غوښتل چې اننتا برمن ته یې ورکړي، خو هغه د لیپیکا کور مخې ته کېناست، د نه خوړو اعتصاب یې وکړ او پر یوه کاغذ یې د خپلې معشوقې کورنۍ ته ولیکل «زما اته کاله بېرته را کړه».

له څو ورځو اعتصاب وروسته د اننتا برمن حالت خراب شو او روغتون ته یې انتقال کړ او په روغتون کې يې هم د هر څه له خوړو انکار وکړ.

له دې وروسته د سیمې خلک د لیپیکا کورنۍ ته ورغلل او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې لیپیکا اننتا ته ورکړي. کورنۍ یې هم یو ورځ وروسته دې ته راضي شوه چې لیپیکا اننتا ته د نه ‌خوړو اعتصاب په بدل کې ورکړي.

شارخ ‌خان ناهیلی شوی

Jun 24, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری شارخ‌ خان چې د بالېووډ په پاچا هم مشهور دی، په نویو فلمونو کې د ډېر کار نه کولو وجه په ډاګه کړه.

جعلي ودونه دا تاوانونه هم لري

Jun 24, 2019 29

د امریکا په فلورېډا کې یوه هندي له اتیا زیاتو ښځو سره جعلي ودونه کړي وو چې د دې ایالت یوې سیمه‌یزې محکمې په همدې تور په اووه کاله بند محکوم کړ.

کترینې د رنبیر په اړه خاموشي ماته کړه

Jun 23, 2019 29

د بالېووډ سېنما وتلې او مشهورې ستورې کترینه کیف د خپل مخکني ملګري رنبیر کپور د جلا کېدو په اړه خاموشي ماته کړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې