په کرېکټ بورډ کې تازه بدلونونه راغلي

په کرېکټ بورډ کې تازه بدلونونه راغلي
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 73 0 نظر سرخط

په کرېکټ بورډ کې تازه بدلونونه راغلي

د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي د سه‌شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې له لارې د بورډ په غړیو او نورو برخو کې د ځینو بدلونونه خبر ورکړ.

په نویو بدلونونو کې د حکمت خلیل کرزي، اکلیل حکیمي، سید منصور سعادت نادري او احمدشاه سنګ‌دل پر ځای، د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمدجواد پیکار، د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ، د ولسمشر ستر سلاکار ضياالحق امرخېل او په پاکستان کې افغان سفیر شکراالله عاطف مشعل د بورډ غړي معرفي شول.

دغه راز د غوراوي کمېټې په برخه کې د دولت خان احمدزي او پاچا حسین پر ځای انډي مولز او مجاهد ځندران ټاکل شوي او د غوره لیګ کمېټې لپاره هم شاهد الکوزی، عتیق عباس، منهاج او دریځ غوره شوي دي.

د کرېکټ بورډ رییس په ورته وخت کې ټینګار کړی چې له نړیوال جام وروسته ښايي د ملي لوبډلې په جوړښت کې هم ځینې بدلونونه راشي.

بنلګه‌دېش: له افغانستانه وېره نه‌لرو، خو درناوی یې کوو

Jun 24, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ‌ ملي لوبډلې روزونکی‌ سټیف رودېز وايي، که څه هم افغانستان ښه توپ اچوونکي لري، ‌خو بنګله‌دېش ترې وېره نه‌لري.

کرېکټ؛ افغان اتلان نن شنبه‌ د هند پر وړاندې

Jun 22, 2019 29

ټاکل شوې د ۲۰۱۹ میلادي کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغان اتلان نن شنبه‌ د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

کرېکټ؛ افغان اتلان سبا د هند پر وړاندې

Jun 21, 2019 29

ټاکل شوې د ۲۰۱۹ میلادي کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغان اتلان سبا‌ د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې