په څلورو ولایتونو کې ۵۱ طالبان وژل شوي

په څلورو ولایتونو کې ۵۱ طالبان وژل شوي
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 138 0 نظر سرخط

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه ادعا کوي چې په کندهار، فراه، سرپل او بلخ ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د نښتو پر مهال ۵۱ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

له دفاع وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې راغلي، د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د افغان ځواکونو او د طالبانو د سرې قطعې ترمنځ په نښته کې ۲۰ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

له یاد وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دغه ولایت د مرکز اړوند په ریګي او شورابک کليو کې د عملیاتو پر مهال لس وسله‌وال وژل شوي او اووه نور سخت ټپیان دي.

همدا راز د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالي په پیر دنبال اړوند سیمه کې د امنیې قومنداني د پولیسو او طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال پنځه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت په یو بل بیان کې لیکلي، ملي پولیسو د ځانګړیو ځواکونو په ګډون ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرپل ولایت په بېلابېلو برخو کې د یو لړ ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ طالبان وژلي او د درېوو ډلمشرانو په ګډون یې ۱۵ نور ټپیان کړي دي.

بله‌خوا د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د بلخ ولایت په دولت‌اباد ولسوالي کې یو لړ چاڼیز عملیات تکړي چې پر مهال یې شپږ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو د یادو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو کورنیو چارو وزارت وړاندې زیاته کړې چې په عملیاتو کې د طالبانو شپږ موټرسایکلونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

 

 

په کندز کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۶ طالبان وژل شوي

Sep 01, 2019 29

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی.

د طالبانو ټپي قومندان په پاکستان کې ساه ورکړه

Sep 01, 2019 29

د غزني چارواکو تائید کړه چې د قره باغ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو قاضي عبدالحی مدثر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو غړی وژل شوی

Aug 31, 2019 29

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې پرون جمعه د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې