د طالبانو له بنده نږدې ۵۰ بندیان خوشې شول

د طالبانو له بنده نږدې ۵۰ بندیان خوشې شول
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 118 0 نظر سرخط

کورنیو چارو وزارت وايي، په بغلان او کندوز ولایتونو کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو له دوو زندانونو نږدې ۵۰ بندیان خوشې کړي دي.

له یاد وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې چې افغان ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د طالبانو یو زندان ویجاړ کړی او ۳۴ بندیان یې ترې راخوشې کړي دي.

سرچینه زیاتوي، په خوشې شویو بندیانو کې اووه د ملي اردو، اووه پولیس او درې د ملي امنیت سرتېري او دغه راز ۱۷ نور یې ملکي وګړي دي.

د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالي ولسوال خان‌زاده مظلوم‌یار وايي، په عملیاتو کې د دولتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د مرګ‌ژوبلې په اړه کره مالومات نه‌لري.

په ورته وخت کې د کندوز ولایت امنیتي مسوولان وايي، د یو لړ ځانګړیو عملیاتو پر مهال یې په دغه ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۱۳ بندیان خوشې کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه ‌نه‌دي ویلي.

په کندز کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۶ طالبان وژل شوي

Sep 01, 2019 29

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی.

د طالبانو ټپي قومندان په پاکستان کې ساه ورکړه

Sep 01, 2019 29

د غزني چارواکو تائید کړه چې د قره باغ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو قاضي عبدالحی مدثر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو غړی وژل شوی

Aug 31, 2019 29

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې پرون جمعه د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې