په قزاقستان کې د ولسمشري ټاکنې پیل شوې

په قزاقستان کې د ولسمشري ټاکنې پیل شوې
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 65 0 نظر سرخط

په قزاقستان کې د ولسمشري ټاکنې پیل شوې

په قزاقستان کې له تحریمونو سره سره د یک‌شنبې په ورځ په رسمي ډول د ولسشمري ټاکنې پیل شوې چې اووه کسانو په‌کې ځانونه نوماند کړي وو.

په قزاقستان کې داسې مهال ټاکنې کېږي چې د دغه هېواد ولسمشر نور سلطان نظربایوف له درېوو لسیزو وروسته له واکه لري شو او اوس‌ قاسم توکایوف د لنډمهالي ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړي.

په همدې حال کې یوشمېر قزاقستانیانو بیا د دغه هېواد ټاکنې تحریم کړي او هغه له درغلیو ډکې بولي، خو یوشمېر نور بیا د ټاکنو کېدو لپاره خوښ دي.

قزاقستان له اتلسو میلیونو ډېر وګړي لري چې له ډلې یې یوازې ۱۱ میلیونه د رایو ورکولو پر شرایطو برابر دي.

تکایف د قزاقستان په دغو ټاکنو کې له داسې شپږو نوماندانو سره سیالي کوي چې ډېر پېژندل شوي نه‌دي، خو د قزاقستان د حکومت له خوا تایید شوي.

د ايتوپيا لومړی وزیر: د کودتا هڅه مو شنډه کړه

Jun 24, 2019 29

د ايتیوپيا لومړی وزیر ابي‌احمد وايي، حکومت یې له پلازمېنې اديسه بابا دباندې د کودتا هڅه شنډه کړې چې په وینا یې په پوځ کې دننه يوه پوځي جنرال او یوشمېر نورو په امهارا کې د کوتا [...]

ټرمپ پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه لګوي

Jun 24, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر ایران به نور سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي، څو دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه‌کړي.

پوتین ګرجستان ته د روسانو پر تګ بندیز ولګاوه

Jun 23, 2019 29

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هوايي چلند شرکتونو ته امر کړی دی چې ګرجستان ته د روسي وګړیو لېږدول بند کړي او دا اقدام یې د روسیې د ملي امنیت د ساتنې لپاره ضروري ګڼلی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې