اکرام‌الدین پټ دی که تښتېدلی؟

اکرام‌الدین پټ  دی که تښتېدلی؟
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 34 0 نظر سرخط

کرام‌الدین پټ دی که تښتېدلی؟

پولیس یې په نیولو پسې یوه میاشت سرګردانه ګرځي

یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سرخط ته ویلي چې لویې څارنوالي شاوخوا یوه میاشت مخکې د فوټبال فډراسیون د مخکیني رییس کرام‌الدین کریم د نیولو حکم ورته کړی، خو پولیس لا هم د هغه په نیولو څه چې ان د ځای په پېژندلو یې نه‌ دې توانېدلي.

د سرچینې په وینا، له هغه وروسته چې لویې څارنوالي د کرام‌الدین کریم د نیولو په تړاو جدي اقدام وکړ او په‌ دې لړ کې د هغه د دوسیې د څېړلو پلاوی اروپا ته لاړ، ده ځان ورک کړ. د سرچینې په باور، کرام‌الدین کریم ښايي په پنجشېر ولایت کې پټ وي، ځکه په وینا یې، لویې څارنوالي هغه ممنوع‌الخروج کړی و او بهر ته د تګ اجازه یې نه‌ لرله.

دغه سرچینه وايي، په ډېر ګمان چې هغه به په پنجشېر کې وي، خو که هلته هم و نه موندل شي، ښايي قاچاقي یا هم د پیسو په بدل کې د هېواد د شمال له لارې ازبکستان، ترکمنستان یا هم تاجکستان ته اوښتی وي.

د فوټبال نړیوالې شورا یا فېفا په یوه تازه پرېکړه کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون پر پخواني رییس کرام‌الدین کریم د ښځینه لوبغاړیو د جنسي ځور له کبله د ټول عمر لپاره بندیز لګولی او هغه یې له سپورټي فعالیتونو منع کړی دی. فېفا دغه راز نوموړی نږدې یو میلیون ډالره نغدي جریمه کړی هم دی.

اوس د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې کرام‌الدین کریم د لویې څارنوالي له څو پرله‌پسې جلبونو سره سره پر ده د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره نه ‌دی حاضر شوی او همدا لامل و چې لویې څارنوالي د هغه د نیولو حکم صادر کړ او له کورنیو چارو وزارته  یې وغوښتل چې کرام‌الدین کریم ونیسي.

د لویې څارنوالي ویاند جمشيد رسولي وايي، که څه هم څارنوالي شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کرام‌الدین کریم د نیولو حکم صادر کړی، خو هغه تر اوسه نه ‌دی نیول شوی.

د ده په وینا، دا چې دی چېرته دی او ولې تر اوسه نه‌ دی نیول شوی، امنیتي مسوولان یې باید په اړه وضاحت او ځواب ورکړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم مني چې د کرام‌الدین کریم د نیولو حکم ورته رسېدلی، خو په وینا یې پولیس د هغه د ځای تشخیصولو او نیولو په لټه کې دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي سرخط ته که څه هم د هغه د اوسېدو ځای په اړه مالومات ور نه‌ کړل، خو زیاته یې کړه چې ژر تر ژره به د لویې څارنوالي دغه حکم عملي او کرام‌الدین کریم به ونیول شي.

بل ‌خوا عام خلک او ځوانان د کرام‌الدین کریم د نیولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کوي. د کابل ښار اوسېدونکی حمید اتل که څه هم تر اوسه د هغه پر نه نیول کېدو نیوکه کوي، خو وايي، که دا ډول کسانو ته سزا ور نه ‌کړل شي، نه یوازې فوټبال، بلکې نورو سپورټي برخو ته به هم ښځینه زړه ښه نه‌ کړي، بلکې په نړیواله کچه به دا توره ليکه د افغانانو پر ټنډه پاتې شي.

د ده په وینا، باور لري چې کرام‌الدین کریم به په پنجشېر یا کوم بل ولایت کې پټ وي او امنیتي ځواکونه یې باید ژر تر ژره د نیولو په برخه کې اقدام وکړي، که‌ نه پر پولیسو به د خلکو شته باور ته زیان ورسېږي.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون مخکینی رییس کرام‌الدین کریم شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د ښځینه فوټبال لوبډل‌مشرې خاطرې پوپلزۍ له لوري د فوټبال فډراسیون له ښځینه فوټبالرانو سره په جنسي ځور او ان لوبغاړیو ته په ګواښونو تورن کړ چې وروسته بیا د ښځینه فوټبال لوبډلې ځینو نورو غړیو هم پر هغه ورته تورونه ولګول.

د فوټبال نړیوالې شورا یا فېفا هغه مهال د ده دنده وځنډوله چې وروسته د افغانستان لویې څارنوالي هم د کرام‌الدین کریم په ګډون د فوټبال فډراسیون څلور نور چارواکي هم ممنوع‌الخروج اعلان کړل.

پاکستان څه غواړي؛ افغان سوله که د ډیورنډ مشروعیت؟

Jun 24, 2019 29

د ډیورنډ فرضي او تحمیلي کرښه چې د وخت حکمرانانو له‌ خوا د افغانانو، په تېره بیا پښتنو پر سینه را کش شوې او له کلونو کلونو راهیسې یې په جغرافیايي لحاظ سره بېل کړي، د افغانستان [...]

پر ولس را ټيټ اسمان؛ تېرې درې مياشتې ۱۸۰۰ ملکي کسان مړه او ژوبل شوي

Jun 22, 2019 29

په هېواد کې روانې جګړې که له یوې خوا د جګړې ښکېلو خواوو ته د پام وړ مرګ‌ژوبله اړولې، بل ‌خوا هره ورځ لسګونه عام وګړي د دې بدمرغې جګړې قرباني کېږي، عامه بنسټونه ویجاړېږي، [...]

حکومت د لړم په نېښ اغزی کاږي؛ د شمال پر زړو توپکيانو وسلې وېشل کېږي

Jun 18, 2019 29

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې حکومت غواړي له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د هېواد په شمالي ولایتونو کې پر پخوانیو توپکیانو وسلې ووېشي او په ځینو ولایتونو کې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې