خلیل‌زاد: د افغان سولې په برخه کې د ګاونډیو رول مهم دی

خلیل‌زاد: د افغان سولې په برخه کې د ګاونډیو رول مهم دی
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 136 0 نظر سرخط

خلیل‌زاد: د افغان سولې په برخه کې د ګاونډیو رول مهم دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، ګاونډي هېوادونه باید په افغان سوله کې خپله ونډه ادا کړي او په‌دې برخه کې د دوی رول مهم دی.

هغه له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، امریکا په افغان سوله کې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د لا اغېزمن رول غوښتونکې ده.

هغه په ورته وخت کې زیاتوي، افغان سوله د امریکا د اوسني حکومت لپاره ډېره مهمه ده او که په دغه هیواد کې سوله راشي، سوېلي اسیا به د نړۍ پر یوه ستر اقتصادي پوټنشیل بدله شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېرې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ یې په اسلام‌اباد کې د افغان سولې په اړه له پاکستاني چارواکیو سره ولیدل، خو لا هم مالومه نه‌ده چې له طالبانو سره اووم پړاو خبرې به کله پیلېږي؟

خلیلزاد په داسې حال کې د بین‌الافغاني خبرو هیله کوي چې طالبانو په اعلاميه کې ویلي، امریکا د ماتې په حال کې ده او په هر صورت له افغانستانه وځي.

د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟

Sep 08, 2019 29

ضمیر ساپی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا په کمپ ډېوېډ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لېدنه لغوه کړې او د امریکا [...]

خلیلزاد: له طالبانو سره د لنډمهالي حکومت په اړه نه یوو غږېدلي

Aug 25, 2019 29

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو له سیاسي استازو سره یې د "انتقالي حکومت " د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

خلیلزاد: له طالبانو سره نهايي هوکړې ته چمتو یوو

Aug 21, 2019 29

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له طالبانو سره یوې نهایي هوکړې ته چمتو دي، خو که طالبان هم ورته چمتووالی ولري.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې