په څلورو ولایتونو کې له ۸۰ ډېر طالبان وژل شوي

په څلورو ولایتونو کې له ۸۰ ډېر طالبان وژل شوي
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 63 0 نظر سرخط

په څلورو ولایتونو کې له ۸۰ ډېر طالبان وژل شوي

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول‌اردو وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عملیاتو پر مهال یې د دولت ٥٠ مخالف وسله‌وال وژلي او ګڼ‌شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

له یادې قول نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا عمليات په خاکرېز، میوند، ميانشین او شاوليکوټ ولسوالیو کې شوي چې په وژل شويو کې د وسله‌والو طالبانو يو قوماندان محمود چې په بدیع جان مشهور و، شامل دى.

په ورته وخت کې په زابل او روزګان ولایتونو کې هم د پوځي عملياتو پر مهال د دولت ٢٢ مخالف وسله‌وال وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.

د ۲۱۵ میوند قول‌اردو بیا وايي چې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره و، ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د دې قول‌اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، د عملیاتو پر مهال ۶ وسله‌وال طالبان او ۳ نور مشکوک کسان نیول شوي هم دي.

تر دې مهاله وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په درې ولایتونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي

Jun 24, 2019 29

د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې د یو لړ عملیاتو پر مهال یې په فاریاب، کندهار او خوست ولایتونو کې ۲۵ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې