په هلمند کې د موټر اوښتو له کبله ۶ کسان مړه شوي

په هلمند کې د موټر اوښتو له کبله ۶ کسان مړه شوي
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 110 0 نظر سرخط

په هلمند کې د موټر اوښتو له کبله ۶ کسان مړه شوي

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالي کې د موټر اوښتو پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د هلمند ولایت د رسنیو له دفتر نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا پېښه د یک‌شنبې په ورځ سهار مهال کابو اووه بجې هغه مهال وشوه چې موټر یوې لویې ویالې ته ولوېد.

د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې، په موټر کې ناست مسافر له یوه واده نه کور ته روان وو، خو یو ناڅاپه موټر اوښتی دی.

سرچینه زیاتوي، په مړو شویو کسانو کې څلور ماشومان او په ټپیانو کې هم یو ماشوم او څلور ښځې شاملې دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې په لویو لارو کې وخت ناوخت د مسافر وړونکیو بسونو د ټکر یا خراب سړک له کبله موټر اوړي چې په پایله کې يې ګڼ‌شمېر مسافرو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

خو ځینې نور بیا د موټرو اوښتو پېښې د چلوونکیو بې‌احتیاطي او یا هم د موټر چلولو پر مهال د نشه‌يي توکیو کارول ستر لامل بولي.

په کندز کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۶ طالبان وژل شوي

Sep 01, 2019 29

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی.

د طالبانو ټپي قومندان په پاکستان کې ساه ورکړه

Sep 01, 2019 29

د غزني چارواکو تائید کړه چې د قره باغ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو قاضي عبدالحی مدثر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو غړی وژل شوی

Aug 31, 2019 29

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې پرون جمعه د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې