فرهنګي اقتصاد

فرهنګي اقتصاد
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 177 0 نظر سرخط

 

فرهنګي اقتصاد

نجیب منلی

لومړۍ برخه

په تېرو څلوېښتو کلونو کې فرهنګ د افغانستان د حکومتونو د کار یوه خورا فرعي برخه پاتې شوې ده.  په ۱۳۶۰ لسیزه کې فرهنګي چارو ته یو څه توجه وشوه، ځکه چې هغه مهال دولتي تبلیغاتو ادب او هنر ته ډېره اړتیا درلوده. د ۱۳۷۰ لسیزې په اوږدو کې که د مجاهدینو د حکومت دور ته وګورو یا د  طالبانو واکمني ته، فرهنګ ته تقریباً د یوې رټل شوې پدیدې په سترګه کتل کېدل.

د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومتونو هم فرهنګ ته چندان توجه و نه کړه. په دې دوره کې د خاصو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي منافعو په چوکاټ کې په افغانستان کې د رسنیو صنعت انارشیکه وده وکړه، خو د سیاسي او استخباراتي تمویل په خاطر لا هم په ټولنه کې رېښې نه لري او د رسنیو وده یوه بې‌پایښته، تېرېدونکې پدیده ښکاري.

 د افغانستان د ملي پراختیا سټراټېژي چې په لوړ قېمت د هغو ماهرانو له خوا جوړه شوه چې د افغانستان له ټولنیزو واقعیتونو سره چندان اشنا نه وو، فرهنګ د لومړیتوبونو حاشیې ته ووېست او د یو څو تجملي پروژو او محدود شمېر تاریخي ابدو په بیا رغونې پورې یې محدود کړ. د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې، افغان چارواکيو، د هغوی غربي سلاکارانو او تمویلوونکيو فرهنګ ته، د نظام د مصرفي برخې په توګه، د افغانستان پر اقتصاد د یو اضافه بار په سترګه کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې فرهنګي مسایل د افغانستان د امنیت او سیاست هغه بنسټیز توکي دي چې بیا رغول او پر پښو درول یې هم په هېواد کې د سولې لپاره یو اساسي شرط دی او هم د هېواد په مادي بیا رغونه کې حساس ځای لري، خو د فرهنګ وده یوازې هغه وخت شونې ده چې مجبوریت نه، بلکې د ټولنیز ژوند د یوې مهمې برخې په توګه ورته وکتل شي او د ټولنیز ژوند په ټولو ډګرونو کې ورته ځای ورکړ شي.

د نړيوال بانک په وینا فرهنګ له څلورو لارو پر اقتصادي ودې اغېز ښندي؛

. فرهنګي ناکارول شوې زېرمې او تولیدات د بې‌وزله ټولنو لپاره فرصتونه پیدا کوي.

. د کلي او سیمې په کچه د اقتصادي ودې د لارو چارو خپلول اسانه کوي.

. فرهنګي شتمنۍ ساتل کېږي او عاید تولیدوي «د توریزم عاید او ښاري وده»

. بشري قوه تقویه کېږي، د بې‌وزلو خلکو د پیاوړي کولو له لارې کارموندنه او تولیدي وړتیا هم‌مهاله لوړېږي.

په معاصره نړۍ کې «فرهنګي اقتصاد» د هېوادونو د لوی اقتصاد مهمه برخه ګڼل کېږي.

فرهنګي اقتصاد «Culture Economy» فرهنګي، هنري، ښکلایز او مانایز «Esthetic and semantic» فعالیتونه په تجارتي بڼه کاروي.

په نړۍواله کچه «فرهنګي اقتصاد» د اکثرو هېوادونو د ملي اقتصاد یو عمده رکن بلل کېږي. په پرمختللو هېوادونو کې فرهنګي اقتصاد د کورني ناخالص تولید پنځه په سلو کې تشکیلوي او تر څلور فېصدو د کار قوه یې په همدې برخه کې بوخته ده.

په پر مخ تلونکو هېوادونو کې هم د فرهنګي اقتصاد ونډه د چټکې پراختیا په حال کې ده. په منځني ختیځ کې دا سکټور شاوخوا ۱۸٪، په افریقا کې ۱۴٪، په سوېلي امریکا کې ۱۲٪ او په اسیا کې ۱۰٪ کلنۍ وده لري.

په افغانستان کې فرهنګ ته توجه نه یوازې د ټولنې د روانې او فکري سلامتیا لپاره خورا بنسټیز ارزښت لري، بلکې د فرهنګ له ودې سره اقتصادي وده هم تړلې ده. دا مفکوره چې فرهنګ د ملي بودیجې لپاره یوه اضافي بار دی، له افغاني واقعیتونو سره اړخ نه لګوي، خو د دې لپاره چې فرهنګ د ملي اقتصاد په یوې پیاوړې محرکه قوې بدل شي یو شمېر کوټلي سیاسي اقدامات په کار دي.

د فرهنګي اقتصاد یوه په زړه پورې ځانګړتیا دا ده چې د نورو مصرفي توکيو برعکس، په فرهنګي تولیداتو کې عرضه پر تقاضاوو ړومبۍ وي، په دې مانا چې مصرفي توکي بازار ته په هماغه کچه وړاندې کېږي چې غوښتنه ورته زیاته وي، خو په فرهنګي تولیداتو کې هر څومره چې عرضه زیاته وي «ډېر فرهنګي توکي وګړو ته وړاندې شي» هماغومره ورسره تقاضا لوړېږي. دلته مختصر د فرهنګي ژوند ځینو اړخونو ته اشاره کېږي چې هم د ټولنې فکري سلامتیا ورسره تړلې ده او هم کولای شي له اقتصادي پلوه اغېزمن ثابت شي.

۱. د کتاب سیاست

د کتاب لوستلو فرهنګ عامول د ټولنې د افرادو د سالمې روزنې لپاره اساسي شرط دی. دلته مو توجه د کتاب لوستلو هغه فعالیتونو ته ده چې له ښوونځي بهر کېږي. عموماً ښوونځي ماشومانو ته لوستل ور زده کوي، خو د لوستلو عملي وړتیا که له ښوونځي وروسته څوک کتاب و نه لولي په تدریج له منځه ځې. «بې‌سوادي» او «نالوستي‌توب» سره مترادف مفهومونه نه دي. هغه څوک چې بېخي ښوونځي ته نه دی تللی او هيڅکله یې لوستل او لیکل نه دې کړي «بې‌سواده» بلل کېږي، مګر هغه څوک چې لیک لوست یې په ښوونځي کې زده‌ کړي او بیا یې هېر کړی، او هغه څوک چې د دیني تعلیماتو په لړ کې له لیک سره اشنایي لري «له مخې لوستل کولای شي، خو مفهوم ترې نه‌شې اخيستای» «نالوستي» ګڼل کېږي.

 په افغانستان کې، په مټ د یوې عمري ډلې شاوخوا نیمایي وګړي ښوونځي ته د تللو فرصت لري، خو په دغو وګړيو کې هم یوه پراخه سلنه د زده‌کړو په جریان کې د ښوونې له رسمي سيسټمه وځي او په تدریج سره د لیک لوست وړتیا له لاسه ورکوي.

نور بيا...

په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا

Sep 15, 2019 29

ژباړه؛ محمد اغا ابراهیم خېل موږ په داسې یو هېواد کې ژوند کوو چې کلونه، کلونه د جګړې ډګر پاتې شوی، وګړي یې ناهیلي، ځوانان کډوال شوي، ښوونځي او پوهنتونونه وران شوي، د سوداګري [...]

د کربوړي وژل ثواب که خطا؟

Sep 14, 2019 29

لومړۍ برخه زبیرافغان لومړی د موضوع په اړه دوه روایات را اخلم؛ عَنْ سَعِيدِ بْنِ المُسَيِّبِ، أَنَّ أُمَّ شَرِيكٍ، أَخْبَرَتْهُ «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ [...]

د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخ کړه؟

Sep 11, 2019 29

ضمیر ساپی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا په کمپ ډېوېډ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لیدنه لغوه کړې او د امریکا [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې