قابل فلم ګټه و نه کړه

قابل فلم ګټه و نه کړه
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 86 0 نظر سرخط

قابل فلم ګټه و نه کړه

په دې وروستیو کې د نورو هېوادونو تر څنګ  د هندي سېنما ځینې وتلي ستوري خپل فلمونه په چین کې هم نندارې ته وړاندې کوي چې ډېر مینه‌وال یې پیدا کړي دي.

خو د «قابل» په نوم د بالیووډ سېنما وتليو ستوریو هرتهیک روشن او یمي ګواتم فلم ښه و نه ‌ځلېد، ځکه په درې ورځو کې یې یوازې ۱۳٫۸۷ کروړه پیسې یا دوه ميلیونه ډالر وګټل چې ډېرې کمې پیسې بلل کېږي.

د سنجې ګوپتا په لارښوونه دې فلم په لومړۍ ورځ یوازې ۰٫۴۴ ميلیونه ډالر وګټل، په دویمه ورځ ۰٫۶۶ ميلیونه ډالر او په درې ورځو کې یې یوازې ۲ ميلیونه ډالر ګټه وکړه.

دا د هرتهیک روشن لومړی فلم و چې په چین کې یې نندارې ته وړاندې کړ، خو تر دې وړاندې په چین کې د عامر خان ټهګز اف هندوستان او د نورو وتلیو ستوریو فلمونه هم پر چینايي سېنماګانو لګېدلي وو.

یاده دې وي چې د شارخ خان له رییس فلم سره په سیالې کې د قابل فلم په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې یوازې په هندوستان کې ۱۰۳٫۸۴ کروړه پیسې ګټلې وې.

شارخ ‌خان ناهیلی شوی

Jun 24, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری شارخ‌ خان چې د بالېووډ په پاچا هم مشهور دی، په نویو فلمونو کې د ډېر کار نه کولو وجه په ډاګه کړه.

جعلي ودونه دا تاوانونه هم لري

Jun 24, 2019 29

د امریکا په فلورېډا کې یوه هندي له اتیا زیاتو ښځو سره جعلي ودونه کړي وو چې د دې ایالت یوې سیمه‌یزې محکمې په همدې تور په اووه کاله بند محکوم کړ.

کترینې د رنبیر په اړه خاموشي ماته کړه

Jun 23, 2019 29

د بالېووډ سېنما وتلې او مشهورې ستورې کترینه کیف د خپل مخکني ملګري رنبیر کپور د جلا کېدو په اړه خاموشي ماته کړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې