یوې پېغلې ټوله نړۍ ولیده

یوې پېغلې ټوله نړۍ ولیده
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 299 0 نظر سرخط

یوې پېغلې ټوله نړۍ ولیده

د لکسي الفورډ په نوم یوویشت کلنې امریکايي نجلۍ د نړۍ ټولو هېوادونو ته سفر وکړ او په دې کار سره د نړۍ د عجایبو په کتاب ګينيس کې يې خپل نوم ثبت کړ.

هغې پر خپل انسټګرام پاڼې پر یوه انځور لیکلي، په خپل نوملړ کې یې وروستي هېواد شمالي کوریا ته سفر کړی او له دې سره یې د خپلو سفرونو لړۍ بشپړه کړه.

هغه وايي، غواړي ټولو ته وښايي چې نړۍ هغسې ډاروونکې نه ‌ده لکه څنګه چې یې رسنۍ خلکو ته ښيي. الفورډ زیاتوي، که څه هم نورو پرې د درس ویلو فشار اچوله، خو له کالج فارغېدو وروسته یې دا لوی ارمان و چې ټولې نړۍ ته سفر وکړي.

لکسي الفورډ په دې سره د نړۍ ۱۹۶ هېوادونو ته په سفر کولو سره د یوه برېټانوي جېمز سکوایټ چې ۲۴ کاله عمر یې لاره، ریکارډ مات کړ.

هغې د خپل سفر ټول انځورونه له بېلابېلو خاطرو سره پر انسټګرام شریک کړي چې زرګونه کسانو پرې تبصرې لیکلي او د هغې دا سفر یې یوه لویه لاسته‌راوړنه بللې ده.

پر انسټګرام د بالیووډ مشهورې څېرې

Sep 14, 2019 29

تاسې به له سرخطه مخکې په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ مشهورو انسټګرامرانو په اړه اورېدلي وي چې په یوه پوسټ څومره زیاتې پیسې اخلي، خو دا ځل درته د هغوی د ډېرو مینه‌والو په اړه [...]

حسد نږدې ملګري هم سره بېلوي

Sep 14, 2019 29

د حاسدانو د بېلابلېو حسادتونو او بدو نېتونو په اړه به مو ډېرې کېسې اورېدلې وي، خو نن درته د یوه داسې حسود رښتینې کیسه کوو چې ان خپل ملګری یې هم و نه پېژنده.

«انشاءالله» وځنډېد

Sep 11, 2019 29

د هندي سېنما وتلي ستوري سلمان‌خان تر یوه اعلان ورسته نه یوازې خپل مینه‌وال، بلکې د فلم ښایسته ممثله عالیه بهټ هم حیرانه کړه، ځکه هغه ویلي، خپل راتلونکی فلم «انشاء الله» اوس [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې