د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي
۱۹ جوزا ۱۳۹۸ 1799 0 نظر سرخط

د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي

د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي

له سرطان سره د مبارزې بنسټ وايي، په پام کې لري چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړ کړي.

د دغه بنسټ یوه لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د کډوالو چارو وزارت مرستیالې ډاکټرې عالمې عالمي کوله، په همدې اړه د مالیې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.

له یاد بنسټ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، په‌ یاده ناسته کې د بنسټ غړیو د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو وړاندیز وکړ چې یاد وزارت هم دد بنسټ له جوړولو هراړخیز ملاتړ اعلان کړ.

دواړو لوریو دغه راز پرېکړه وکړه چې د ملي او نړیوالو متخصصانو له څېړنو وروسته به په ختیځ او شمال زون کې د یاد مرکز د رغونې چارې پیل شي.

د کرونا درمل وموندل شول؛ ډېکسا مېټازون درمل مرګي حاله ناروغان جوړوي

Jun 16, 2020 29

بريټانوي ډاکټران وايي، د ډېکسا مېټازون په نامه درمل کولای شي هغه کسان هم ورغوي چې د کرونا وايرس له امله د ساه بندي مرحلې ته رسېدلي وي او له ماشين پرته په خپله ساه نه شي اخيستلای.

نوې څېړڼې ښيي چې ګوړيان يا پک تر نورو ډېر کرونا نيسي

Jun 06, 2020 29

نوې څېړنې ګوړيانو يا هغو کسانو ته چې پر سر وېښتان نه لري، خبرداری ورکوي چې تر نورو ډېر د کرونا له ګواښ سره مخ دي.

ترکي ساينسپوهان وايي، کرونا وژونکی ماسک يې جوړ کړی

May 31, 2020 29

د ترکيې ساينسپوهان وايي، داسې ماسک يې جوړ کړی چې په تړلو به يې نه يوازې کرونا، بلکې ټول هغه وايرسونه چې د انسان بدن ته داخلېږي، له ور رسېدو سره سم وژني.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې