معشوقې ته د ۹۹ زره ډالرو ډالۍ

معشوقې ته د ۹۹ زره ډالرو ډالۍ
۱۹ جوزا ۱۳۹۸ 91 0 نظر سرخط

معشوقې ته د ۹۹ زره ډالرو ډالۍ

زموږ په ټولنه کې د فرهاد او شېرینۍ، لیلا او مجنون د مینې کیسې ډېرې مشهورې دي، خو اوس په چین کې یوه یوه چینايي د خپلې مینې لپاره ډېره جالب کار کړی دی.

چینایان هر کال د مې شلمه د مینانو د ورځې په نوم پېژني او په دې ورځ مینان یو بل ته بېلابېلې ډالۍ ورکوي، خو یوه چینايي د مینانو په وروستۍ ورځ خپلې مینې ته د یوه لوی سمندر ۲۱۰ جریبه ټوټه پلورلې، څو د شخصي هدف لپاره ترې ګټه واخلي.

مخکې تر دې د سمندر دا برخه د یوې کمپنۍ د خاوند وه، خو یوه چینايي میین د لېونۍ مینې له کبله خپلې معشوقې ته په ۹۹ زره ډالره په انلاین بڼه پېرلې ده.

د چینايي میین معشوقې د خپل عاشق د ډالۍ انځورونه او نور مالومات پر خواله رسنۍ خپاره کړي او له خپل عاشقه یې بې‌درېغه منندويي کړې ده چې په دا ډول ډالۍ یې نازولې ده.

که څه هم د نورو هېوادونو په څېر د سمندرونو پېر او پلور غیر قانوني چاره ده، ځکه دا د دولت ملکیت بلل کېږي، خو په چین کې د سمندر یوه کوچنۍ برخه پېرل کېدای شي.

شارخ ‌خان ناهیلی شوی

Jun 24, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری شارخ‌ خان چې د بالېووډ په پاچا هم مشهور دی، په نویو فلمونو کې د ډېر کار نه کولو وجه په ډاګه کړه.

جعلي ودونه دا تاوانونه هم لري

Jun 24, 2019 29

د امریکا په فلورېډا کې یوه هندي له اتیا زیاتو ښځو سره جعلي ودونه کړي وو چې د دې ایالت یوې سیمه‌یزې محکمې په همدې تور په اووه کاله بند محکوم کړ.

کترینې د رنبیر په اړه خاموشي ماته کړه

Jun 23, 2019 29

د بالېووډ سېنما وتلې او مشهورې ستورې کترینه کیف د خپل مخکني ملګري رنبیر کپور د جلا کېدو په اړه خاموشي ماته کړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې