شهزاد د ټپي کېدو له کبله له نړیوال جام سياليو ووت

شهزاد د ټپي کېدو له کبله له نړیوال جام سياليو ووت
۱۹ جوزا ۱۳۹۸ 118 0 نظر سرخط

شهزاد د ټپي کېدو له کبله له نړیوال جام سياليو ووت

د افغان کرېکټ بورډ رییس وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګون ژوبلېدو له کبله د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړيوال جام له سياليو بهر شو.

عزيزالله فضلي زیاتوي، د شهزاد پر ځای به ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي‌خېل ډېر ژر له ملي لوبډلې سره يوځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې شهزاد محمدي د نړيوال جام په دوو تمريني او دوو رسمي سياليو کې د خرابې لوبې له امله تر سختو نيوکو لاندې و.

د کرېکټ مینه‌والو هم پر ټولنیزو رسنیو د شهزاد محمدي په وروستیو لوبو او د هغه پر زیات وزن نیوکې کولې، خو ځنیو یې بیا په پلوۍ خپل نظرونه شریک کړي وو.

کرېکټ؛ امو زون لوبډلې په ١٥ منډو بريا خپله کړه

Sep 15, 2019 29

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو په لړ کې د امو زون او مس عينک زون لوبډلو تر منځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه ترسره شوه چې امو زون په ١٥ منډو بريا خپله [...]

په ننګرهار کې د زونونو تر منځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

Sep 11, 2019 29

د ۲۰۱۹ کال د غازي امان خان د زونونو تر منځ یو ورځنۍ لوبې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې.

شل ‌اوريزه لوبډله د بنګله‌دېش پر لور وخوځېده

Sep 07, 2019 29

د بنګله‌دېش او زمبابوې لوبډلو سره د درې‌اړخيزه شل ‌اوريزو سياليو لپاره د افغانستان شل اوريزې لوبډلې لوبغاړي د بنګله‌دېش پر لوري وخوځېدل.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې