نن یک‌شنبه سوېلي افریقا له بنګله‌دېش سره لوبېږي

نن یک‌شنبه سوېلي افریقا له بنګله‌دېش سره لوبېږي
۱۲ جوزا ۱۳۹۸ 59 0 نظر سرخط

نن یک‌شنبه سوېلي افریقا له بنګله‌دېش سره لوبېږي

د روان کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو پر مهال په پنځمه لوبه کې سوېلي افریقا د بنګله‌دېش لوبډلې په وړاندې لوبغالي ته ښکته کېږي.

تر دې وړاندې سوېلي افریقا له انګلستان سره لومړۍ لوبه لرله، خو دې لوبډلې ونه شوای کړای چې د انګلستان ۳۱۲ ټاکل شوی هدف پوره کړي؛ ځکه په ۲۰۷ منډو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او په ۱۰۴ منډو یې ماته ومنله.

خو د سوېلي افریقا او بنګله‌دېش لوبې په اړه په اټکل شوې سروې کې د سوېلي افریقا د وړلو چانس ۷۶ سلنه دی او د بنګله‌دېش ۲۴سلنه، خو پر ډګر به مالومه شي چې نننۍ لوبه څوک ګټي.

همداراز د پاکستان او وېسټ‌انډیز ترمنځ سیالي د بریټانیا ناټنګم په ټرینټ برج لوبغالي کې وشوه چې وېسټ‌انډیز په خورا اسانۍ سره په اوو وېکټو وګټله.

بنلګه‌دېش: له افغانستانه وېره نه‌لرو، خو درناوی یې کوو

Jun 24, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ‌ ملي لوبډلې روزونکی‌ سټیف رودېز وايي، که څه هم افغانستان ښه توپ اچوونکي لري، ‌خو بنګله‌دېش ترې وېره نه‌لري.

کرېکټ؛ افغان اتلان نن شنبه‌ د هند پر وړاندې

Jun 22, 2019 29

ټاکل شوې د ۲۰۱۹ میلادي کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغان اتلان نن شنبه‌ د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

کرېکټ؛ افغان اتلان سبا د هند پر وړاندې

Jun 21, 2019 29

ټاکل شوې د ۲۰۱۹ میلادي کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغان اتلان سبا‌ د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې