غوسه مو د يو بل له غېږو جلا کوي

غوسه مو د يو بل له غېږو جلا کوي
۱۱ جوزا ۱۳۹۸ 141 0 نظر سرخط

غوسه مو د يو بل له غېږو جلا کوي

د زياتې غوسې په وخت کې دا نښې پيدا کېږي چې وينه په جوش راځي او مخ تک سور اوړي اوس د دې د کنټرول لپاره هغه غوسه شوی کس هم غواړي يوه لاره ولټوي، خو دا هم ورته مالومه وي چې زيات وخت يې غوسه هم سړه کړې وي چې منفي کارونه ترې شوي وي يا يې خپل عصاب له لاسه ورکړي وي؛ نو په ټوله د ژوند خرابوونکی د عاطفې وژنکی يوازې او يوازې قهر دی چې ګډ ژوند پرې ورانېږي.

تاسې به هرومرو ليدلي وي چې ځينې ښځې او خاوندان چې يو بل ته ډېره غوسه کوي او سره مرور وي نه يوازې دوی سوړ طبېعته او بې‌مينې وي، بلکې د کور ټول غړي په تېره بيا بچيان يې ترينګلي، بد مزاجه اوو بې‌عاطفې وي.

همېشنۍ غوسه ځينې وخت د دې سبب هم ګرځي چې دوه د ژوند خواږه ملګري چې پخوا به د يو بل په خبرو، څهره، ميين ول او په يوه بستره کې به يې د يو بل له غېږو خوند اخيستل سره بېلولای او غټ دوښمانان جوړولای شي؛ نو په هر حال کوم پاينټونه چې په ګډ ژوند کې دي هرومرو بايد مراعات شي او له حدودو، اصولو او قوانينو سره پکې تېر نه‌شي.

که زيات غوسه وئ؛

هغه مهال چې په دې وپوهېداست چې فزيکي چلند او وار در څخه کېږي؛ نو خپل فکر له لاسه مه ورکوئ هغه څه در ياد کړئ چې زموږ په کلتور کې لکه، د غوسې په وخت کې اوبه څښل، ځای بدلول، که ولاړ وي کېناستل او يا پرېوتل، همدارنګه په عقيدوي لحاظ «لاحول ولا قوة الا بالله» ويل.

تاسې فکر کړی چې ځينې کسان ولې ډېره حوصله لري؟ او برده‌باره وي، ځکه هغه نه غواړي چې د کور له همېشنيو غړيو سره ژوند تريخ کړي، حال دا دی چې په هيڅ وخت کې نه‌شې سره بېلېدای؛ نو کېدای شي يو لامل همدا وي. ځېنې مېرمنې دا عادت لري چې د کور کارونه، د ماشومانو پالنه او سمبالول يې منظم او هر څه پر وخت وي، که مقابل لوری «مېړه» يې هر څومره عادتاً قهرجن وي دا يې په سړه سينه زغمي؛ نو ښه کار دا دی چې خپل کورني کارونه منظم وي په هماغه اندازه غوسه‌ناک خاوند ورو ورو سمېدلای او دغه ناوړه عادت يې په مينه بدلېدلای شي، مګر که په وړه خبره مو د رسۍ سرونه سره ونيول کېدای شي تر لاس اچولو پورې ورسېږئ.

 

يادونه؛ په ګډ ژوند کې غوسه کنټرولول يو کار نه، بلکې د ښه ژوند يو هنر دی چې چا زده‌ کړ، خو ښځه يا خاوند که خپل مسووليتونه نه پېژندل هرومرو به يې تر منځ جنجال غوسه او بې‌باوري موجوده وي چې يو خو ژور خپګان ترې پيدا کېږي او يا داسې هم ترې پېښ شي چې طلاق يې په منځ کې لیکه را وکاږي.

تر واده وړاندې څو مهمې نکتې

Sep 07, 2019 29

د ځوانانو چې کله د واده موسم راشي، يوازې مينه د ګډ ژوند لپاره د سر توری ګڼي، مګر په دې کار کې يوازې مينه هر څه نه‌شې پوره کولای، ډېرې وړې نکتې شته چې په نظر کې ونيول شي، که يې [...]

د کوژدې او ګډ ژوند د سر ټکي

Sep 01, 2019 29

ولې تاسې هغه خپل راتلونکی/راتلونکې جوړوئ؟ دا يوه ځانګړې پوښتنه ده چې له خپلې کوژدن څخه کېږي، ممکن خپل دلايل ولري، خو په دې کې ځينې مهمې نکتې ډېرې اغېزمنې واقع کېږي، لاندې يوه [...]

د ماشوم هر اړخیزه پالنه

Aug 28, 2019 29

دويمه وروستۍ برخه ماشوم خپلواک طبېعت لري او خوښېږي یې چې لوبې، شوخې او ورانی دې وکړي؛ نو بیا داسې خبرې کول د ماشوم په ذهن منفي اغېزه کوي او روحیه یې وژني.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې