غزني خرڅېږي؛ هزاره وکيلانو له مير رحمان سره ګوتې پټې کړې

غزني خرڅېږي؛ هزاره وکيلانو له مير رحمان سره ګوتې پټې کړې
۸ جوزا ۱۳۹۸ 214 0 نظر سرخط

د غزني ولایت ټاکنې د ولسي جرګې د تېرو دوو دورو په ټاکنو کې تر ټولو لانجمنې ټاکنې وې چې د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې ترې ټول د یوه قوم وکیلان ولسي جرګې ته بریالي شول او له تېرو اتو کلونو راهیسې د غزني مېشتو پښتنو او تاجیکانو په جرګه کې خپل استازی نه درلود او د تېر کال په ټاکنو کې خو یې پر سر د راپورته شویو اعتراضونو او لانجو له کبله په دغه ولایت کې هيڅ ټاکنې و نه‌شوې او لا هم پخواني وکیلان ناقانونه د دې ولایت په نوم استازولي کوي.

غزنی ۱۹ ولسوالي، ۱۳۱۵۰۴۱ وګړي او په ولسي جرګه کې ۱۱ وکیلان لري چې ټول یې په یوه قوم پورې تړاو لري. د غزني اوسېدونکیو د ولسي جرګې له تېرو ټاکنو مخکې په دغه ولایت کې پراخ اعتراضونه وکړل او په غزني کې یې حوزوي د ټاکنو پر کولو ټینګار کاوه او همدا لامل شو چې د ټاکنو کمېسیون اړ شي د معترضانو له غوښتنو سره سمه پرېکړه وکړي، خو وروسته د کمېسیون پرېکړې هم غبرګونونه را وپارول او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې تر لانجمنې کېدو وروسته وځنډېدې او ټاکل شوې له ولسمشري ټاکنو سره یو ځای د تلې میاشتې په ۶مه نېټه وشي.

د راپورونو له مخې، ولسمشري ماڼۍ اوس په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ډول په اړه د طرحې جوړولو لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې او ټاکل شوې دغه کمېټه د ملي امنیت شورا غونډې ته خپله طرحه وړاندې په دې غونډه کې یې په اړه پرېکړه وشي.

د غزني اوسېدونکي په دې ولایت کې د ټاکنو په تړاو بېلابېل نظرونه لري، ځینې یې په حوزوي ډول ټاکنې غواړي او ځینې هم د نورو ولایتونو په څېر داسې ټاکنې غواړي چې ټول ولایت یوه حوزه وګڼل شي. د مالوماتو له مخې، حکومت او د ټاکنو کمېسیون به دا ځل په غزني کې د حوزوي ټاکنو په اړه پرېکړه وکړي.

اوس په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د وکیلانو په ګډون، د جرګې هزاره توکمه وکیلانو له میر رحمان رحماني سره د غزني پر ټاکنو معامله کړې ده.

د ولسي جرګې غړی نصیب مقبل وايي، له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې د غزني ډېره برخه ولسوالۍ په ولسي جرګه کې استازی نه‌ لري او په ‌کار ده چې په دغه ولایت کې  حوزوي ټاکنې وشي، څو د دې ولایت ټول اوسېدونکي په جرګه کې خپل استازي پیدا کړي.

د هغه په وینا، اوس هزاره توکمو وکیلان هڅه کوي چې د ولسي جرګې له لارې په دغه ولایت کې د حوزوي ټاکنو د کېدو مخه ونیسي. هغه زیاتوي، د میر رحمان رحماني او هزاره وکیلانو د معاملې له مخې به وکیلان د ولسي جرګې د ریاست په ټاکنو کې د را منځ ته شوي کړکېچ په تړاو د رحماني تر څنګ درېږي او رحماني او د هغه پلویان به د هغه د رییس کېدو وروسته په ولسي جرګه کې د حوزوي ټاکنو کولو مخه نیسي.

خو د غزني اوسېدونکي وايي چې ولسي جرګې ته د دوی په استازولي تللیو وکیلانو د غزني د ټولو ولایتونو نه، بلکې یوازې د هزاره توکمو وکیلانو استازولي کړې او د نورو قومونو پر وړاندې یې په بېلابېلو بڼو دسیسې جوړې کړې دي او هغوی یې له خپلو حقونو محروم ساتلي دي.

د غزني یوه اوسېدونکي زلمي کوچي سرخط ته وویل چې دغه وکیلان اوس بیا هڅه کوي چې د یوې بلې تقنیني دورې لپاره د غزني پر ولسونو ځانونه تحمیل کړي. دوی ټینګار کوي چې په دې ولایت کې حوزوي ټاکنې غواړي او هيچا ته به اجازه ور نه ‌کړي چې د تېر په څېر د دغه ولایت د اوسېدونکیو حق په بډه ووهي.

د غزني اوسېدونکي د ولسي جرګې له غړیو غواړي چې د غزني پر سر معاملې و نه‌ کړي او دا ولس پرېږدي چې په خپله خوښه خپل رښتیني استازي جرګې ته ور ولېږي، خو که حکومت، د ټاکنو کمېسیون او ولسي جرګه د خلکو د ارادې خلاف پرېکړه وکړي، دوی به یې پر وړاندې ودرېږي او په دې ولایت کې به د ټاکنو کولو لپاره اجازه ور نه‌ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنو، په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنو او دغه راز د ولایتي شورا لپاره د تقویتي نوملیکنې لپاره اړین توکي ولایتونو ته لېږلي او غواړي په ټولو ولایتونو کې تقویتي نوملیکنه وکړي، خو د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د تېر په څېر د خلکو د ارادې او غوښتنو پر خلاف پرېکړه وکړي، ښايي په دغه ولایت کې د ټاکنو موضوع بیا لانجمنه شي.

پاکستان څه غواړي؛ افغان سوله که د ډیورنډ مشروعیت؟

Jun 24, 2019 29

د ډیورنډ فرضي او تحمیلي کرښه چې د وخت حکمرانانو له‌ خوا د افغانانو، په تېره بیا پښتنو پر سینه را کش شوې او له کلونو کلونو راهیسې یې په جغرافیايي لحاظ سره بېل کړي، د افغانستان [...]

پر ولس را ټيټ اسمان؛ تېرې درې مياشتې ۱۸۰۰ ملکي کسان مړه او ژوبل شوي

Jun 22, 2019 29

په هېواد کې روانې جګړې که له یوې خوا د جګړې ښکېلو خواوو ته د پام وړ مرګ‌ژوبله اړولې، بل ‌خوا هره ورځ لسګونه عام وګړي د دې بدمرغې جګړې قرباني کېږي، عامه بنسټونه ویجاړېږي، [...]

حکومت د لړم په نېښ اغزی کاږي؛ د شمال پر زړو توپکيانو وسلې وېشل کېږي

Jun 18, 2019 29

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې حکومت غواړي له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د هېواد په شمالي ولایتونو کې پر پخوانیو توپکیانو وسلې ووېشي او په ځینو ولایتونو کې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې