۱۰۰۰ شهید دیني عالمان؛ د افغانستان جګړه دیني نه، استخباراتي ده

۱۰۰۰ شهید دیني عالمان؛ د افغانستان جګړه دیني نه، استخباراتي ده
۶ جوزا ۱۳۹۸ 334 0 نظر سرخط

په هېواد کې د روانې شاوخوا یوې نیمې لسیزې جګړې نه یوازې د لسګونه زره افغانانو ژوند واخيست، بلکې همدومره نور یې ټپیان، معلول، بې‌سرپرسته او یتیمان کړل.

په دې جګړه کې د ټولنې ټول لوري، که هغه ښځې، ماشومان یا د پاخه عمر خاوندان دي او که افغان ځواکونه، دیني عالمان، سیاسي او ملي شخصیتونه، مدني فعالان، علمي او بادرکه کسان، د هېواد، نظام، ملي ګټو او ارزښتونو ملاتړي او یا هم عام وګړي دي، قرباني شوي.

د تېر په څېر په ‌دې وروستیو کې پر دیني عالمانو بریدونه ډېر شوي چې په تازه پېښو کې پر دیني عالم مولوي سميع‌الله ریحان چې تل یې خلک له واقعي اسلام او اسلامي اخلاقو  خبرول، له هېواد سره یې بې‌سارې مینه لرله او لکه غر غوندې د خپل نظام او ملي امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ و، په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال شهید کړ. دغه راز یو بل حقوق‌پوه او دیني عالم استاد شبیراحمد کامه‌وال هم پرون په کابل کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري شهید شوی چې پر دواړو عالمانو برید د چارواکیو د توند غبرګون تر څنګ، په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه له ځانه سره لرل.

د افغانستان د علماوو شورا وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې له ۱۰۰۰ ډېر دینې عالمان په نښه او شهیدان شوي دي.

دغې شورا پر مولوي سميع‌الله ریحان او د ملي دریځ لرونکیو پر نورو دیني عالمانو بریدونه غندلي او دا یې له اسلام، هېواد او خلکو سره ښکاره دوښمني بللې ده.

د کابل د علماوو شورا غړی مولوي عزیز مصلح وايي، حکومت د دیني عالمانو د ژوند خوندیتوب لپاره لازم اقدامات نه ‌دې کړي او باید ورته پام وکړي. د هغه په وینا، دیني عالمان د ټولنې او خلکو د ویښتابه په برخه کې مهم رول لري او دا د حکومت مسوولیت دی چې د نورو امکاناتو برابرولو تر څنګ، د هغوی ژوند خوندي کړي.

که څه هم پر دیني عالمانو د ډېرو بریدونو پړه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه ‌ده اخیستې، خو کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی موندنې ښيي چې وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې هغه دیني عالمان نښه ګرځوي چې د هېواد، ملت او نظام په ملاتړ څرګندونې کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغان دولت او افغانانو پر ضد جګړه کې چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې ورته د جهاد «!» نوم ورکوي، ولې دیني عالمان په نښه کېږي او ولې هغه دیني عالمان چې د هېواد، افغانانو او نظام ننګه کوي، تل د وسله‌والو له برید سره مخ شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد الله تړون وايي، د افغانستان جګړه دیني نه، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو استخباراتي جګړه ده چې ګټې یې دوی او زیان یې یوازې افغانانو ته رسېږي.

د هغه په وینا، طالبان او نورې ترهګرې ډلې ځکه هغه دیني عالمان نښه ګرځوي چې پر هېواد او خلکو یې زړه خوږېږي، د نظام، ملي ګټو او ارزښتونو او افغان ملي ځواکونو ننګه کوي، ځکه په وینا یې، د ازاد او ملي فکر لرونکي عالمان د دوی هغه ادعا ناسمه ثابتوي چې وايي، په افغانستان کې جهاد کوي.

تړون زیاتوي، دا ډول دیني عالمان چې تل د خپلو خلکو، هېواد، نظام او ملي ځواکونو ترڅنګ درېږي، په هېواد کې د روانې جګړې د ناروا ثابتولو په برخه کې د دولت لپاره ډېر مهم دي او په‌ کار ده چې د هغوی د هر اړخیز خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو تل د نورو افغانانو تر څنګ، د هېواد دیني عالمان هم په نښه کړي او د هغوی د رسا غږ چوپولو لپاره یې له هيڅ لارې او چلنده دریغ نه‌ دی کړی او هڅه کوي چې افغانان د خپلو تبلیغاتو تر سیوري لاندې په تیاره کې وساتي.

 

 

 

نوماندان د خير په غوڼدۍ ناست دي؛ کمپاین یې نه‌شته، خو ځانونه بریالي بولي

Sep 14, 2019 29

که څه هم ولسمشري ټاکنو ته په شمار ۱۲ ورځې پاتې دي، خو ډېرو نوماندانو یې لا هم لازمې ټاکنیزې سیالۍ نه‌ دې کړې

د سولې خبرې؛ امریکا ځان او افغانان دواړه غلطوي

Sep 08, 2019 29

له هغه وروسته چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو مخامخ خبرې اترې پیل شوې، د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړي چارواکي هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو [...]

د سولې په نوم د معاملې بل ګوزار؛ د کابليانو ورک جسدونه به څوک پلټي؟

Sep 04, 2019 29

په متحده عربي اماراتو او قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سولې د مخامخ خبرو اترو له پیلېدو سره هم‌مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه افغان کورنۍ د غم [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې