په اسټراليا کې پنير دغسې وي

په اسټراليا کې پنير دغسې وي
۳۱ ثور ۱۳۹۸ 110 0 نظر سرخط

په اسټراليا کې پنير دغسې وي

په اسټرالیا کې په یو وخت دومره کسانو په عام محضر کې په ګډه پنير وخوړ چې د نړۍ د عجایبو په کتاب ګنیزبک کې يې نوی ریکارډ جوړ کړ.

د پنير خوړنې دې پروګرام کوربه‌توب د اسټرالیا کیتي هیرنګټن او ګینګرو ویلي کمپنۍ کاوه چې په یو مهال په کې ۱۰۰۰ کسانو د بېلابېلو ذایقو پنير وخوړ.

د دې کمپنۍ مشر وايي، د پنير خوراک روغتیا ته خورا ګټه لري او دوی هم په همدې موخه په دومره کچه کسان را ټول کړل چې خلکو ته د پنير د ګټو په اړه مالومات ورکړي.

د دې محفل ګډونوالو لومړی یو غټ پنير پرې کړ او بیا یوه یوه ټوله پر ټولو کسانو ووېشه چې دا مراسم ځینو ځايي رسنیو په ژوندۍ بڼه هم خپرول.

شارخ ‌خان ناهیلی شوی

Jun 24, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری شارخ‌ خان چې د بالېووډ په پاچا هم مشهور دی، په نویو فلمونو کې د ډېر کار نه کولو وجه په ډاګه کړه.

جعلي ودونه دا تاوانونه هم لري

Jun 24, 2019 29

د امریکا په فلورېډا کې یوه هندي له اتیا زیاتو ښځو سره جعلي ودونه کړي وو چې د دې ایالت یوې سیمه‌یزې محکمې په همدې تور په اووه کاله بند محکوم کړ.

کترینې د رنبیر په اړه خاموشي ماته کړه

Jun 23, 2019 29

د بالېووډ سېنما وتلې او مشهورې ستورې کترینه کیف د خپل مخکني ملګري رنبیر کپور د جلا کېدو په اړه خاموشي ماته کړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې