د انټرنېټ مشهورې پيشو ساه ورکړه

د انټرنېټ مشهورې پيشو ساه ورکړه
۳۰ ثور ۱۳۹۸ 101 0 نظر سرخط

د انټرنېټ مشهورې پيشو ساه ورکړه

د ګرمپي کېټ په نوم هغه پیشو چې د انټرنېټ په نړۍ کې يې ځانګړی نوم لاره تېره پنج‌شنبه د امریکا په ایریزونا ایالت کې د نفس تنګي له کبله د اووه کلونو په عمر ومړه.

د دې پیشو اصلي نوم نارډر سوس و او د انټرنېټ په نړۍ کې په دې مشوره شوې وه چې تل به غوسه وه، بدمزاجه، بې‌زاره او بې‌پروايي به یې کوله او د ځانګړنې په درلودلو سره خلکو خوښوله.

په همدې خاطر دا پیشو په اعلاناتو او فلمونو کې هم ډېره را څرګنده شوې وه چې خاوند ته یې په لکونو ډاګر ګټلي وو.

د ګرمپي پیشي زرګونه انځورونه پر انټرنېټ خپاره شوي دي او خاوند یې ورته پر انسټګرام هم یو ځانګړی اکونټ جوړ کړی و چې لس ميلیونه مینه‌وال یې لرل.

د لندن په موزیم کې د دې پیشي مومیايي شوې مجسمه هم جوړه شوې ده او په اړه یې په کتابونو کې هم ډېرې کیسې او مضامین لیکل شوي دي.

شارخ ‌خان ناهیلی شوی

Jun 24, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری شارخ‌ خان چې د بالېووډ په پاچا هم مشهور دی، په نویو فلمونو کې د ډېر کار نه کولو وجه په ډاګه کړه.

جعلي ودونه دا تاوانونه هم لري

Jun 24, 2019 29

د امریکا په فلورېډا کې یوه هندي له اتیا زیاتو ښځو سره جعلي ودونه کړي وو چې د دې ایالت یوې سیمه‌یزې محکمې په همدې تور په اووه کاله بند محکوم کړ.

کترینې د رنبیر په اړه خاموشي ماته کړه

Jun 23, 2019 29

د بالېووډ سېنما وتلې او مشهورې ستورې کترینه کیف د خپل مخکني ملګري رنبیر کپور د جلا کېدو په اړه خاموشي ماته کړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې