د نړۍ چټک اورګاډی

د نړۍ چټک اورګاډی
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 163 0 نظر سرخط

د نړۍ چټک اورګاډی

ورځ تر بلې چې ټکنالوژي پر مختګ کوي، په هماغه کچه په هره برخه کې اسانتیاوې راځي او په دې برخه ډېر هېوادونه له یو بل سره سیاليو ته مخ کړي دي.

تر چین وروسته جاپان داسې اورګاډی جوړ کړی چې د نړۍ تر ټولو چټک هغه بلل کېږي او په یوه ساعت کې څلور سوه کیلومټره مزل کولای شي.

دا د ټرانسپورټ په نړۍ کې یو لوی انقلاب ته ورته دی، ځکه دومره چټک مزل کول د نړۍ لر و بر واټونه بېخي را لنډوي. د الفا ايکس په نوم دا اورګاډی په دريو کلونو کې جوړ شوی دی او تېره جمعه یې ازمایښتي سفر پیل کړ.

تر دې وړاندې چین هم د نړۍ چټک اورګاډی فوکسينګ جوړ کړی و، خو د جاپان بوليټ ټرېن تر چینايي هغه په ساعت کې لس کیلومټره چټک دی.

په اسمان کې لار

Aug 07, 2019 29

تاسې به له سرخط ورځپاڼې د نورو سیارو او اسمان‌لاره یا مېلکي وې په اړه ډېر مالومات اورېدلي وي، خو نن درته داسې انځور در ښايو چې د اسمان‌لار اصلي نقشه په ګوته کوي.

بشپړ ښیښه‌يي موبایل

Aug 05, 2019 29

د ځیرکو موبایلونو مشهورې نړیوالې کمپنۍ په خپل منځ کې سیالې کوي چې یو بل پسې داسې تولید بازار ته وړاندې کړي چې د ټولو توجه ځان ته جلب کړي.

ټکنالوژي مو خوبونه رښتيا کوي

Jul 31, 2019 29

زموږ نیکونو چې سل کاله وړاندې خوبونه لیدلې وو هغه نن په رښتیا کېدو دي، خو د ټکنالوژي په پرمختګ سره دا هر څه په ډېرې چټکي سره مخ ته روان دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې