حوثیانو د سعودي پوځي تاسیسات په بې‌پیلوټه ویشتي

حوثیانو د سعودي پوځي تاسیسات په بې‌پیلوټه ویشتي
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 31 0 نظر سرخط

حوثیانو د سعودي پوځي تاسیسات په بې‌پیلوټه ویشتي

په یمن کې په حوثي وسله‌والې ډلې پورې اړوند یو ټلوېزیون وايي، د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یې د سعودي عربستان ځینې تاسیسات په نښه کړي دي.

د المسیره په نوم ټلوېزیون په دې اړه ډېر جزیات نه‌دي ورکړي چې څه وخت او د سعودي په کومه سیمه کې يې پوځي تاسیسات په نښه کړي، خو زیاته کړې یې ده چې د دې ډلې اووه بې‌پیلوټه الوتکو د سعودي مهم ځایونه ویشتي دي.

سرچینې وايي، حوثي وسله‌والو په دومره ستره پیمانه عملیات د هغو بریدونو په ځواب کې کړي چې سعودي په یمن کې د دوی پر خلاف هوايي بمباري کوي او په ورته وخت کې يې ګواښ کړی چې په راتلونکي کې به دا ډول نور بریدونه هم وکړي.

سعودي عربستان تر دې دمه دا پېښه نه‌ده تایید کړې. حوثیان چې ځانونه انصارالله هم بولي، په یمن کې د حکومت پر خلاف جګړه کوي او سعودي عربستان یې بیا دا ډله د ایران ملاتړې بولي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې