په بلوچستان کې چاودنې پاکستاني پولیس وژلي

په بلوچستان کې چاودنې پاکستاني پولیس وژلي
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 13 0 نظر سرخط

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د پوليسو د ګزمې موټر ته څېرمه په شوې چاودنه کې د پوليسو په ګډون پنځلس کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سېټلايټ ټاون سيمې پوليس وايي، چاودنه د سه‌شنبې په شپه ناوخته د جومات مخې ته د پوليسو د ګزمې موټر ته څېرمه شوې چې په پایله کې يې څلور پوليس وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون يوولس نور کسان ژوبل دي.

په روانه مياشت کې دا په پاکستان کې څلورمه خونړۍ پېښه ده چې کېږي. د تېري چهارشنبې په ورځ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د ځانمرګي بريد پر مهال پنځه پوليس ووژل شول.

له دې پېښې يوه ورځ وروسته ډیورنډ کرښې ته څېرمه په کلاعبدالله سيمه کې يو قبايلي مشر له خپل ساتونکي سره وژل شوی و او دغه راز دوې ورځې وړاندې په صنعتي ښار ګوادر کې پر پنځه ستوريز پېرل کانټېننټل هوټل د وسله‌وال بريد له کبله د سمندري ځواک د يوه سرتېري  په ګډون، پنځه کسان وژل شوي وو.

د تاجکستان پلازمېنې ته څېرمه ۲۹ بندیان وژل شوي

May 21, 2019 29

د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته څېرمه په یوه زندان کې د نښتې پر مهال ۲۹ بندیان او د زندان درې ساتونکي وژل شوي دي.

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه نور پور هم اخلي

May 13, 2019 29

که څه هم پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه میلیونونه ډالر پور اخېستی او تر دې مهاله یې بېرته نه‌دی ورکړی، خو یاد هېواد یو ځل بیا له دغه صندوقه د پور غوښتنه کړې ده.

ایران: که امریکایانو ناسم حرکت وکړ پر سر به یې وولو

May 13, 2019 29

د ایران د سپاه‌پاسداران یا د انقلاب ساتونکي ځواک یوه قومندان په فارس خلیج کې امریکايي ځواکونو ته ګواښ وکړ، که په یاد خلیج کې يې ناسم حرکت وکړ، پر سر به یې وولي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې