الکوزی: روان کال به صادرات دوه میلیارډ ډالرو ته ورسېږي

الکوزی: روان کال به صادرات دوه میلیارډ ډالرو ته ورسېږي
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 102 0 نظر سرخط

الکوزی: روان کال به صادرات دوه میلیارډ ډالرو ته ورسېږي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی که څه هم وایي چې د روان لمریز کال تر پایه به د افغانستان صادرات دوه میلیارډ ډالرو ته ورسېږي، خو په وینا یې لا هم د سوداګرۍ په برخه کې ځینې ستونزې شته باید حل شي.

نوموړی زیاتوي، لا هم د چابهار سوداګریزې لارې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي او په وینا یې، تر دې دمه پر یاده لاره د افغان محصولاتو یوه جوپه صادره شوې ده.

د هغه په وینا، د کښتۍ او نورې تخنیکي ستونزې شته، سکنرونه، سړې خونې او ګدام نه‌شته، هغه اسانتیاوې چې په بندراباد کې دي، دلته نه‌شته او په خبره یې د افغانستان موټرو ته د تګ‌راتګ اجازه هم نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال خبر ورکړ چې پر ايران د امریکا له بندیزونو نه د چابهار بندر مستثنا دی او پر دې لاره هر ډول راکړه ورکړه کولای شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې