روزګانیانو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

روزګانیانو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 154 0 نظر سرخط

په روزګان ولایت کې قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو، د مدني ټولنو استازیو او مېرمنو د یوې سترې ولسي غونډې پر مهال پر وسله‌والو طالبانو د اوربند او سولې غږ وکړ.

په‌دې غونډه کې د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه خلکو ته مالومات ورکړل شول او ترڅنګ، یې له وسله‌وال طالبانو د روژې په میاشت کې د اوربند او سولې کلکه غوښتنه وکړه.

په‌دې غونډه کې د روزګان ولسوال اسدالله سعید طالبانو ته په خطاب کې وویل، روژه د عبادت او له خلکو سره د همکارۍ او مرستې میاشت ده؛ نو پر مهال یې باید له جګړې لاس واخېستل شي.

نوموړي زیاته کړه، د جګړې پر ځای دې راشي په سوله کې دې امتیاز واخلي او په وینا یې د جګړې ښکېل اړخونه باید یو بل ته بښنه وکړي.

خو وسله‌والو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د روژې پر مهال جګړه وکړي او په همدې اړه یې ورته ځینې دلایل هم وړاندې کړي دي.

 

 

ناټو: د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو

Aug 06, 2019 29

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنرګ وايي، د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو او ناټو هم د خبرو له لارې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره له ټولو هڅو کلک ملاتړ کوي.

امریکايي پلاوی نن د افغان سولې په تړاو پاکستان ته ځي

Aug 05, 2019 29

راپورونه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس وېلز نن اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

پاکستان: هند د افغان سولې پروسه ګډوډوي

Aug 05, 2019 29

د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي چې هند په داسې حال کې په جمو او کشمیر کې د تاوتریخوالي هڅه کوي چې پاکستان خپل ټول پام د افغان سولې خبرو ته اړولی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې