یوناما د روژې پر مهال د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه وښوده

یوناما د روژې پر مهال د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه وښوده
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 129 0 نظر سرخط

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما د روژې میاشتې پر مهال په بېلابېلو سیمو کې د شخړو د ډېرېدو او پر ملکي وګړیو یې د اغېز له کبله ژوره خواشینې ښودلې ده.

یوناما د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله لیکلي، قصدي او د عامو خلکو له تفکیک پرته بریدونه د توجیه وړ نه‌دي.

اعلامیې په کابل کې پر کونټرپارټ موسسې او دغه راز د بغلان په پلخمري ښار کې بریدونو ته اشاره کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په‌کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوناما د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې جګړه بنده کړي او د ملکي وګړیو د خوندیتوب په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي، خو وسله‌والو طالبانو د روژې پر مهال خپلو جنګیالیو ته د جګړې د شدت امر کړی دی.

افغان سفیر د پاکستان د سرحدونو له وزیر سره وکتل

Aug 05, 2019 29

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر شهریار خان افریدي سره وکتل.

په غزني کې ۱۶ غیرقانوني روغتیايي مرکزونه وتړل شول

Aug 05, 2019 29

د غزني د عامې روغتیا ریاست وايي، د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست د روغتيايې قوانينو د تطبيق او فارمسۍ څانګي مسؤلينو د یکشنبې په ورځ د غزني مرکز اړوند د نواباد، پښتون اباد، [...]

اروپایي ټولنه: د ژورنالېستانو د خاموشي هڅې هغوی لا غښتلي کوي

Aug 05, 2019 29

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایډون د خورشید تلویزیون پر موټر برید غندلی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې