په فراه ولایت کې ۱۶ طالبان وژل شوي

په فراه ولایت کې ۱۶ طالبان وژل شوي
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 185 0 نظر سرخط

په فراه ولایت کې د ظفر قول‌اردو د دویمې لوا مطبوعاتي مسوول حشمت‌الله احمدي وايي، په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د نوموړي په خبره، دا پېښه هغه مهال وشوه چې سلګونو وسله‌والو طالبانو د فراه ولایت پر پشت رود ولسوالي یرغل وکړ او د افغان ځواکونو له‌خوا پر شا وتمبول شول.

په فراه کې د پوځ مسوولان وايي، په‌دې نښته کې یو افغان سرتېری شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه د امنیه قومانداني ویاند محب‌الله محب وایي، د پرچمن ولسوالي لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حافظ عبدالحق له نورو شپږو ملګرو سره د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

خو وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په کندهار کې دوو پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي

Aug 05, 2019 29

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي، د دغه ولایت په شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي کې دوو نفوذي پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي دي.

په لغمان كې چاڼیز عمليات پیل شوي

Aug 05, 2019 29

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، افغان ځواکونو د دغه ولايت په الينګار ولسوالي کې د ملي اردو په مشرۍ چاڼیز عمليات پیل کړي دي.

په هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه شوي

Aug 05, 2019 29

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول‌اردو وايي، د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۸ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې