په ۴ میاشتو کې نږدې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

په ۴ میاشتو کې نږدې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 120 0 نظر سرخط

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان ۲۰۱۹م کال د لومړیو څلورو میاشتو پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو له کبله ۹۹ مرکزونه تړل شوي دي.

له یاد سازمان نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا پېښې د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې شوې دي.

د دغو بریدونو له امله ۱۱۴ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي چې له ډلې يې ۳ مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۱۲ اغېزمن شوي او ۹۹ نور تړل شوي دي.

دغه سازمان همدارنګه زیاته کړې، په دې موده کې ۲۸ روغتیاپالان هم زیانمن شوي چې له ډلې یې ۱۱ کسان وژل شوي، ۱۰ ټپيان شوي او ۷ نور نیول شوي دي.

یاد سازمان داسې مهال پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو د زیاتېدو خبر ورکوي چې د نورستان چارواکیو تېره جمعه په دغه ولایت کې د طالبانو له‌خوا د ۱۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړ.

په کندهار کې دوو پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي

Aug 05, 2019 29

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي، د دغه ولایت په شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي کې دوو نفوذي پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي دي.

په لغمان كې چاڼیز عمليات پیل شوي

Aug 05, 2019 29

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، افغان ځواکونو د دغه ولايت په الينګار ولسوالي کې د ملي اردو په مشرۍ چاڼیز عمليات پیل کړي دي.

په هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه شوي

Aug 05, 2019 29

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول‌اردو وايي، د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۸ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې