پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه نور پور هم اخلي

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه نور پور هم اخلي
۲۳ ثور ۱۳۹۸ 164 0 نظر سرخط

که څه هم پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه میلیونونه ډالر پور اخېستی او تر دې مهاله یې بېرته نه‌دی ورکړی، خو یاد هېواد یو ځل بیا له دغه صندوقه د پور غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر او د لومړي وزیر د مالي چارو سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وايي، نړیوالې مالي ادارې یا ای‌اېم‌اېف دغه هېواد ته د شپږ میلیارد ډالرو پور منظور کړی دی، خو په ۳۹ میاشتو کې به یې بېرته ادا کوي.

ډاکټر عبدالحفیظ شیخ زیاتوي، د پیسو په نړیوال صندوق کې د ۶ میلیارډه ډالرو پور تر رسمي منظورۍ وروسته به پاکستان ته د دې پور ورکول پیل شي.

هغه له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په هېواد کې به د برېښنا او گازو بېې لوړې شي، خو په وینا یې د ولس ستونزه به په پام کې وساتي. نوموړي پر پخوانیو حکومتونو تور پورې کړ چې د دغه بحران مسوول دي.

په کچلاغ کې د طالبانو په مهم مرکز کې چاودنه شوې

Aug 16, 2019 29

نن ماسپښين د کوټې په پنځه ويشت کيلو مټري کې، د کچلاغ په وزير اباد سيمه کې د طالبانو په يوه مهم مرکز کې چاودنه شوې ده.

د پاکستان د زېږېدو په کالېزه، په بلوچستان کې ګڼ بريدونه شوي

Aug 14, 2019 29

پاکستانيانو نن د دغه هېواد د زېږېدو دوه اويايمه کاليزه نمانځله چې يوازې په بلوچستان کې د دغې ورځې د نمانځنې پر مراسمو او پاکستاني عسکرو ګڼ بريدونه او چاودنې شوې.

پاکستان او هند سفيران ولاړ کړل

Aug 08, 2019 29

پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه هېواد په پاکستان کې د هند سفير ته ورياده کړې ده چې اسلام‌اباد خوشې کړي او خپل وطن ته ستون شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې