پاکستان پر کونړ نږدې ۱۰۰ توپونه اورولي

پاکستان پر کونړ نږدې ۱۰۰ توپونه اورولي
۲۳ ثور ۱۳۹۸ 155 0 نظر سرخط

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د دغه ولایت پر غازي‌اباد او مرورې ولسوالیو ۹۲ توپونه اورولي دي.

ملکي خلک وايي، د پاکستان پوځ پر کورونو او سیمو په پرله‌پسې توګه د درنو توپونو ډزې کوي چې له امله يې ګڼو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

دوی ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو د ډزو ترڅنګ، هلته پوستې جوړوي او اغزن تار غځوي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته د دغو پېښو پخلی کړی، خو د اغزن تار او د کونړ پر خاوره د پاکستاني پوځي د پرمختګ په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د پاکستاني پوځ د پرله‌پسې توپچي بریدونو له امله خلکو د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې کلي او کورونه خالي کړي او اوس په نورو ځایونو کې په سختو شرایطو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

په کندهار کې دوو پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي

Aug 05, 2019 29

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي، د دغه ولایت په شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي کې دوو نفوذي پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي دي.

په لغمان كې چاڼیز عمليات پیل شوي

Aug 05, 2019 29

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، افغان ځواکونو د دغه ولايت په الينګار ولسوالي کې د ملي اردو په مشرۍ چاڼیز عمليات پیل کړي دي.

په هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه شوي

Aug 05, 2019 29

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول‌اردو وايي، د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۸ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې