سرې دیوي اوس هم په زړونو کې ځای لري

 سرې دیوي اوس هم په زړونو کې ځای لري
۲۳ ثور ۱۳۹۸ 95 0 نظر سرخط

د هندي سېنما وتلې ستورې سرې دیوي د «مور» په نوم فلم په چین کې نندارې ته وړاندې شو او خاوند یې وايي، ډېر خوښ دی چې د خپلې مرحومې مېرمنې فلم یې په یو بل هېواد کې هم پر سېنماوو ولګېد.

سرې دیوي د ۲۰۱۸ مېلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۴مه نېټه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د څلور پنځوس کلونو په عمر مړه شوه، خو یادونه یې لا هم له مینه‌والو سره تل پاتې دي.

د هغې خاوند بوني کپور پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي، د مور په نوم فلم په چین کې نندارې ته وړاندې شو او دا شېبه زما لپاره ډېره د خوښې وړ ده.

هغه په ورته وخت کې د زي په نوم له هندي سټوډیو مننه کړې چې د سرې دیوي وروستی فلم یې د لا خپرېدو لپاره په چین کې هم وړاندې کړ او هیله یې څرګنده کړې چې د دې فلم په کتلو به د سرې دیوي له ژونده ډېر خلک خبر شي.

د سرې دیوي تر مرګ وروسته هغې ته په دې فلم کې د ډېرې ښې اداکاري له کبله د هند غوره اداکاري ملي جایزه ورکړل شوه او دا فلم یې د هند سربېره په پولېنډ، روسیې، انګلستان، امریکا، سینګاپور او چک جمهوریت کې هم نندارې ته وړاندې شوی دی.

د «اله‌دین» فلم پاکستان کې وړاندې کېږي

May 22, 2019 29

د هالیووډ «اله‌دین» فلم چې د ایډوینچر په ژانر جوړ شوی، مسوولینو یې پرېکړه کړې چې په پاکستان کې به يې هم پر سېنماوو نندارې ته وړاندې کړي.

په فرانسه کې پسونه ښوونځي ته ځي

May 22, 2019 29

د فرانسې په یوې ليرې پرته سیمه کې د زده‌کوونکیو د کموالي له کبله نږدې و یو ښوونځي بند شي، خو د زده‌کوونکیو والدینو او مسوولینو د ښوونځي بندېدو لپاره ډېر جالب فکر وکړ.

د اجي دیوګن د فلم پيل خوندور نه‌ ‌و

May 21, 2019 29

د هندي سېنما وتلیو او نامتو ممثلانو اجي دیوګن، راکول پریت او تبو فلم «دې دې پیار دې» ښه پیل نه‌ لاره، ځکه په دوه ورځو کې یې یوازې ۲۳٫۸ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې