جګړه د حل لاره نه ده!

جګړه د حل لاره نه ده!
۲۲ ثور ۱۳۹۸ 167 0 نظر سپين روان نورزی

په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې خبرې تودې شوې او داسې طمع شته چې ژر به د سولې هوکړه دواړې غاړې لاسليک کړي، خو د دې خبرو دريم لوری چې افغان دولت دی، لا تر دې دمه طالبانو ور سره د رسمي خبرو هوکړه نه ده کړې، خو د پردې تر شا او د ښه نيت به موخه دواړې غاړې کله نا کله داسې اقدامات کوي چې د سولې په راتلونکو بهيرنو مثبت اغېز کولای شي، د بېلګې په توګه څه موده وړاندې وسله‌والو طالبانو يو شمېر هغه سرتېري خوشي کړل چې کلونه کلونه د دوی په محبسونو کې بنديان وو، بل لور ته افغان دولت هم اعلان وکړ چې دوی به د روژې د مبارکې مياشتې په احترام يو سلواويا تنه طالب بنديان خوشي کوي.

د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې غوښتنه هم دا وه چې بايد دواړه غاړې يعنې افغان دولت او طالبان دې د ښه نيت په موخه اوربند وکړي او جګړه دې په کامله مانا بنده کړي.

دوی ادعا کوله چې جګړه د حل لاره نه ده او نه‌شو کولای چې د جګړې له لارې موضوع حل کړو، په همدې اساس اړينه ده چې جګړه ودرول شي او پر ځای يې د خبرو ميز ته دواړې غاړې راوبلل شې تر څو مخامخ خپلو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب پيدا کړي.

د سولې او پخلاينې محققين او تيوري‌سنان په دې نظر دي چې کله په يوه سميه کې مصلحو کسانو مداخله وکړه بايد له ټولو لومړی د جګړې او روان زيان مخه ونيسي، ښايي دا خبره هماغه د شلمې پېړۍ فيلسوف جان ډيوي له فلسفې سره اړيکه ولري چې وايي مخکې له دې چې عدالت تامين کړې لومړی د زيان مخه ونيسه.

داسې ويل کېږي چې جان ډيوي په لومړيو کې عدالت مقدم باله، خو يوه ورځ يې ماشوم زوی په کور کې د تشناب په نلونو کې لاس واهه چې د يوه نل خوله ترې ماته شوه او اوبو په ډېر شدت دارې پيل کړې چې په ترڅ کې يې اوبو له تشنابه د کوټې غولي ته راغلې ، کله چې جان ډيوي ور ورسېدو او غوښتل يې چې زوی ته غوسه شي او ګرمه پرې واچوي، زوی يې ورته وويل چې پلاره اوس د دې وخت نه دی، لومړی بايد د زيان مخه ونيسو وروسته به د ګرم او ناګرم خبرې کوو.

جان ډيوي وايي چې په هماغه شېبه مې ذهن بدل شو او خپله فلسفه مې په دې نظريه راټوله کړه چې بايد لومړی د زيان مخه ونيول شي.

په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره هم بايد له دې تيوری کار واخيستل شي، ځکه که چېرې موږ د سلامت او ملامت په اړه خبرې کوو او هلته هره ورځ سلګونه کسان وژل کېږي، دا د انصاف خبره نه ده، په داسې مسايلو کې د پړې منل او يا په معقول منصفانه عدالت قايلېدل ډېر وخت غواړي او اړتيا ده چې اوږده بحثونه وشي تر څو قناعت بخښونکی حل پيدا شي.

دا چې قناعت بخښونکی حل به کله پيدا کېږي؟ دا وخت نيسي، که چېرې په اوسط ډول موږ هره ورځ پنځوس کسان په روانه جګړه کې مړه وبولو، او د دواړو لوريو لپاره د قناعت بخښونکي حل موده هم يو کال ونيسو؛ نو «۱۸۲۵۰» تنه به وژل شوي وي، دا څه باندې اتلس زره کسان هر يو کورنۍ لري او که چېرې اوسط د هر يو وژل شوی کس د پنځه نفري کورنۍ سرپرست وګڼو؛ نو په کال به تقريباً يو لک انسانان بې‌سرپرسته کېږي، دا چې يو بې‌سرپرسته انسان د ټولنې لپاره کومې ستونزې زېږوي او په ټولنه کې به یې څومره کسانو ته زيان رسېږي په دې يوه ځانګړي بحث ته اړتيا ده.

خو د « ټولنيزې ضررپوهنې» له نظره په يوه ټولنه کې معمولاً مضر کسان ښايي د يوې ټولنې د نفوسو په اساس له صفر اشارعه څو ځلې لاندې کسان وي، ولې دوی د ټولنې مکروب دي او دوی کولای شي په خپل نه حسابېدونکي وجود ټوله ټولنه له کړاو او زيانونو سره مخامخ کړي.

کله چې زموږ خبره اورېدل کېږي او کولای شو چې ځان هدف ته ورسوو، څه اړتيا ده چې بيا هم د زيان او تشدد لاره ونيسو او د ټولنې لپاره د راتلونکو ستونزو نيالګي کرو.

ښه به وي چې جګړه ودرول شي او په هغو مسايلو خبرې وشي چې دواړه لوري يې غوښتنه لري، ځکه که څومره خلک مړه کړي او څومره ووژني بيا هم مجبور دي چې خبرو ته سره کېني؛ نو ښه ده هغه وروستی کار چې دواړې خواوې يې په بېخونده خوله اخر هم سره کوي، اوس يې وکړي او ستونزه حل کړي.  

د افغانستان د خپلواکي ستونزمن مزل

Aug 21, 2019 29

افغانان د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د خپلې خپلواکي لومړۍ سلیزه نمانځي. افغانستان د اسیا په زړه کې پروت او له ټولو خواوو په وچه کې را [...]

د شاه غازي امان الله خان انقلابي اقدامات د هغه د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې

Aug 21, 2019 29

شاه غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ له لومړيو ورځو څخه په يو لړ شجاعانه انقلابي اقداماتو لاس پورې کړ، چې دغه کوټلي ګامونه نه يوازې د هيواد پاله افغانانو لخوا تائيد او وستايل [...]

اتلس کاله جګړه د افغانستان که د کشمیر لپاره

Aug 18, 2019 29

محمد الیاس سعیدي د قهر او غوسې پر مهال انسان د زړه خبره کوي. د کشمیر په اړه د پاکستان د مسلم ليګ د مخکښ غړي شهباز شریف څرګندونې په افغانستان کې د طالب په نوم د روانې جګړې پټ مخ [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې